<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-02 15:04:55    
د چين د دولت رئيس هو جين تاو د ګان سو ولايت په لونګ نان ښار کې د پاکستان له طبي ډلې سره وکتل.

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس هو جين تاو چې اوس د ګان سو ولايت د لونګ نان ښار په زلزله ځپلو سيمو کې د زلزلې له اغېزو او زيانونو سره د مقابلې او د وګړيو ژغورنې له کارونو څخه په ليدنې بوخت دی، د جون د لومړۍ نېټې له غرمې وروسته د لونګ نان ښار لومړي ولسي روغتون ته ولاړ او هتله يې د پاکستان د طبي ډلې له غړيو سره وکتل. ده د چين د حکومت او وګړيو په استازيتوب له دوی څخه د زړه له کومې مننه څرګنده کړه.

د سه چوان ولايت د ون چوان ولسوالۍ له سختې زلزلې وروسته د پاکستان اته ويشت کسيزې طبي ډلې لونګ نان ښار ته له رسېدو وروسته په دوهمه ورځ د ژغورنې په خپلو کارونو پيل کړی دی.