د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مې تر يودېرشمې نېټې پورې د سه چوان ولايت په زلزله ځپلو سيمو کې نژدی لس زره تنه ټپيان د درملنې لپاره د هېواد شلو ولايتونو، خپلواکو سيمو او ښارونو ته لېږدول شوي دي.
د روغتيا وزارت مطبوعاتی وياند ماو چون ان د جون په دوهمه نېټه خبريالانو ته وويل چې ياد شوي ټپيان د تېرې مې له اوولسمې نېټې څخه تر يودېرشمې نېټې پورې د يوويشتو ځانګړيو اورګاديو، نهه نويو الوتکو او لس زره امبولانسونو له لارې د نژدې پنځه زره تنو طبي کارکوونکيو په مرسته د هېواد څه دپاسه درې سوه او څلويښتو روغتونو ته لېږدول شوي دي.