د خلکو ورځپاڼې د خبر له مخې،د چين په زلزلې ځپلو سيمو کې د کرهڼې او اوبو لګولو ادارې او وګړي د توليدي چارو د اعادې او د زيانونو د کمښت لپاره کوشش کوي.
د کرنې وزارت په بيړنۍ توګه د تخمونو د شلو تصديو له لارې د سه چوان ولايت زلزله ځپلو سيمو ته د څلويښتو ډولونو په شمول د جوارو لس مليون کيلوګرامه اصلاح شوي تخمونه او پنځه لکه کيلوګرامه نور تخمونه ليږلي دي ځکه چې له زلزلې وروسته په دغو سيمو کې د اوبو کمښت له امله د شولو کرلو پراخوالی کم شوي دي.
تر اوسه پوری،د زلزلې ځپلو سيمو د کرهڼې ادارې د حبوباتو د پروخت کر او لو لپاره پنځه زره او پنځه سوه ډلې ليږلي دي . د معلوماتو له مخې د می تر ٢٤ نېټې پورې د غنمو په ٩٢ سلنو پټيو کې د لو کار پای ته رسيدلی دی.