<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-02 19:28:23    
تايواني سوداګران د فو جيان ولايت په شيا من ښار کې پر سوداګرۍ پيل کوي

cri

د چين په ستره برخه کې د فو جيان ولايت شيا من ښار تايوان ته ډېر نژدی دی. د تايوان تنګی د دواړو غاړو ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ په پرمختګ سره ډېر تايواني سوداګران سيا من ښار ته راغلي چې پر سوداګرۍ يې پيل کړی دی. د چين اقتصاد پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغو سوداګرانو په اړه څه معلومات وړاندې کړم.

ښاغلی ځن چين جاو د شيا من ښار د دوېل اليکترون شرکت مشر دی. د ده په أند شيا من او د چين په ستره برخه کې نور ځايونه د ده لومړی غوره نه وو. ښاغلی ځن چين جاو وايي---غږ ١—

د چين له سترې برخې څخه له ليدنې مخکې مې فليپين، تايلند، ماليزيا،اندونيزيا او سينګاپور ته سفر کړی و. خو پر همدی مهال ما فکر هم وکړ چې زه به زما ټاټوبی ته سفر وکړم.

ځه چين جاو په پای کې شيا من ښار غوره کړې او د هېواد په ستره برخه کې يې پر خپلې سوداګرۍ پيل کړی دی.د ځه چين جاو په أند دغه ښار د سوداګرۍ يو ښه راتلونکی لري.دی وايي---غږ٢—

زموږ توليدات په عمده صادرېږي. شيا من يو بندري ښار دی او ښه بنسټونه او شرايط لري چې پر يو صادراتي ښار به بدل شي. بر سېره پردی دغه ښار له تايوان سره ډېر نژدی دی چې د توليداتو لېږلو اسانتياوې لري.

ځه چين جاو په پېل کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ شو. د تېرې پېړۍ په نهمه لسيزه کې د چين په ستره برخه کې د ژوند شرايط د تايوان په پرتله ډېر بد دي. خو ځه چين جاو د ستونزو پرمخ ګوښه نه شو. د ده د ډېرو تجربو او ټينګ هوډ له امله دوېل اليکترون شرکت ډېرې ګټې اخيستې دي. په دوه زره او اووم کال کې د دغه شرکت د صادراتو ارزښت څلور سوه امريکايي ډالرو ته رسېدلی و.

د ځن چين جاو په أند د سمې لارې ټاکنه او پرې ټينګار د برياليتوب لاملونه دي. هغه وويل زما په أند مهمه نه ده هر ډول دنده چې ته تر سره کوې،که ته غواړې بريالي شئ، ستا شرکت بايد ځانګړتياوې ولرئ.

ځه چين جاو د هېوادو په ستره برخه کې د شپړلسو کلونو لپاره کار کړی دی. په دغو شپړلسو کلونو کې يې په دغه سيمه کې د اقتصاد چټک پرمختګ ليدلی دی. د ده په أند د هېواد په ستره برخه کې د تايواني سوداګرانو برياليتوب د اقتصاد له چټک پرمختګ سره نژدی تړاو لري.

په شيا من ښار کې د تايواني چارو دفتر مرستيال ښاغلي وانګ مينګ شيوی وويل دغه ښار تايواني سوداګرانو ته د ښو خدمتونو برابرولو لپاره هڅې کړې دي. دی وايي

---غږ ٣---په نولس سوه او څلور نويم کال کې په شيا من ښار کې د تايوانيانو د پانګونې په اړه د ساتنې تړون تصويب شو. په دغه ښار کې د تايوانيانو لپاره د شکايتونو د ادارې يو مرکز هم جوړ شو.

پر همدی مهال له تايواني سوداګرانو سره د نظريو تبادلې غونډه هم جوړ شوې ده. دغه غونډه هر نيم کال تر سره کېږي چې پکې تايواني سوداګران خپلې نظريې او

وړانديزونه څرګندوي. د ډېرو سوداګرانو مسئلې د دغې غونډې له لارې حل شوې دي. نو دوی د دغې غونډې ډېر هرکلی کوي.

تر اوسه څه دپاسه څلويښت تنه تايواني سوداګران د دغه ښار د ښو اوسېدونکو په توګه ټاکل شوي دي. ښاغلی ځه چين جياو هم له دغو کسانو څخه يو تن دی. د ده کار اوس په ښه او سالم ډول پرمختک کوي. خو هغه لا هم يوه هيله لري چې د دواړو غاړو ترمنځ د پوست، سوداګرۍ او ټرانسپورټيشن مستقيمې اړيکې پرانيستې شي. دی وايي---غږ ٣—

موږ بايد د دې لپاره کوشش وکړو چې د دواړو غاړوترمنځ اړيکې نژدې شي، اقتصاد ګډ پرمختګ وکړي او د وګړيو ژوند ښه شي.