<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-02 19:36:27    
د ماشومانو يو ځانګړی اختر

cri

پرون يعنی د جون لومړۍ نېټه د ماشومانو نړيواله ورځ وه. خو سږ کال دغه اختر د چين په سه چوان ولايت کې د زلزلې ځپلو ماشومانو لپاره ځانګړی اهميت درلود. د پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسې د سه چوان ولايت د شه فانګ ښار په ځاو جياو علاقه دارۍ کې د کېږدۍ ښوونځی له ماشومانو سره يو ځای دغه ځانګړی اختر تېر کړئ. (اواز١)

ګرانو اورېدونکو، همدااوس مو د شه فانګ ښار په ځاو جياو علاقه دارۍ کې تر کېږدۍ لاندې ښوونځي کې د ښوونکی له خوا د زده کوونکيو د حاضرۍ اخيستلو اواز واورېد. نيمه مياشت مخکې د ځاو جياو په علاقه دارۍ کې ماشومانو د خپل اختر د رارسېدو لپاره تياريانې نيولې، خو دغه ټول نيکمرغه شيان د ناڅاپې زلزلې له امله ويجاړ شول.

د مې دوولسمې نېټې د زلزلې له پېښېدو وروسته، ګڼ شمېر زلزله ځپلي وګړي په نژدی وخت کې د ځاو جياو علاقه دارۍ ته وليږدول شول. د دغې علاقه دارۍ مرکزي مکتب بيا د زلزلې ځپلو وګړيو د استوګنې يو لوی مرکز وګرځېد. له دې امله چې له زلزلې وروسته پر له پسی ټکانونه رامنځته کېدل، نو د چين د ملي بيمې شرکت د روغتيا ډلې لس ګونه کېږدۍ ځای پر ځای کړی او د کېږدۍ يو لنډمهال ښوونځی يې هم جوړ کړ.

نهه کلنه تيان تيان يوه شرمندونکې نجلی ده. د زلزلې له امله، دا ډېره ترهېدلې. کله چې نور زده کوونکي ساتېری کوی، تيان تيان په يو ګوټ کې پاتی پټېږي. خو کله چې زموږ خبريال له تيان تيان نه پوښتنه وکړه چې د جون لومړۍ نېټې اختر په مهال د دې هيله څه ده؟ تيان تيان په زړوره توګه خپله هيله څرګنده کړه (اواز٢)

زه غواړم يوه ډاکتره شم چې له مخې يې کله بله زلزله و شي، زه به ډېر کسان وژغورم.

د نهه کلنې تيان تيان په پرتله پنځلس کلنه ژن يونګ پينګ په زغم او رنځ ګاللو کې ډېره پخه ده. د ژن يونګ پينګ کور په زلزله کې بشپړ ويجاړ شوی دی. اوس هغه له پلار، مور او نيکه سره په لنډمهالی توګه په کېږدۍ کې ژوند کوی. د کېږدی په ښوونځی کې د يوې لويې زده کوونکې په توګه، ژن يونګ پينګ وويل د ماشومانو په سږنی اختر کې يې ډېر وده کړې ده. هغې وويل (اواز٣)

په دغه سيمه کې زه تر اغېزې لاندی يم. ډېر ښوونکی داوطلبان دي. زما په ياد کې يو ښوونکی شته چې کورنی يې په زلزله کې له منځه تللې ده، هغې وويل له موږ سره يو ځای ساعتېری د ده د نيکمرغۍ وخت دی. هيله لرم دغه ناورين په نژدی وخت کې پای ته ورسيږی او موږ ژر تر ژره بيرته ښوونځی ته ننوځو.

د نجلۍ ژن يونګ پينګ وينا د خواشينۍ وړ ده. د معلوماتو له مخې، ډېر ماشومان لا تر اوسه هم د زلزلې له امله په انديښنه او ويره کې دي. نو د زلزلې له سيورې څخه د دغو ماشومانو د وتلو څرنګدوالی د طبی کار کوونکيو او داوطلبانو لومړی کار دی. اغلې جانګ يان جن چې د چين د ملي بيمې شرکت د روغتيا او درملنې ډلې د ذهنی سلاکارۍ کار کوونکې ده، په دغه علاقه دارۍ کې د کېږدۍ په ښوونځی کې په خپلو کارونو بوخته ده.

هغې وويل (اواز٤)

اوس زما يو مهم کار دا دی چې له هغو زده کوونکو سره د غمونو په هيرولو کې مرسته وکړم چې پلرونو او يا ميندو يې په زلزله کې ژوند له لاسه ورکړی دی .

د اغلې جانګ يان جن پر پرتله، د ميان يانګ ښار د ښوونکيو له پوهنتون څخه د راغلی داوطلبه يی يانګ يانګ له ماشومانو سره د ژوند په ترڅ کې مرستې کوي . هغې وويل کله کله دوی ته يو شمېر کيسی او سندرې ويل کېږی چې د دوی ژوند بوختياوې پرې زياتېږی.

(اواز٥)

د جون لومړۍ نېټې د ماشومانو اختر د لمانځنې لپاره، د ځاو جياو علاقه دارۍ د کېږدۍ ښوونځی زده کوونکو د ښوونکيو په لاښوونه سندری او نڅا وکړه. که څه هم په سږنی اختر کې د دوی خوشحالی او سوغاتونه د تېرو کلونو په پرتله لږ وو، خو دوی هيله لری په خپلو سندرو او نڅا له هغو سرتيريو، ښوونکيو، ډاکترانو او داوطلبانو څخه مننه وکړي چې له دوی سره يې ډېرې مرستې کړی دي.