د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې نړيوالې ټولنې په تېرو څو ورځو کې له چين سره خپلې خواخوږی او همدردی څرګنده کړه او په پر له پسی توګه يې د چين له مصيبت ځپلو سيمو سره مرستې کړې دي.
د پاکستان د سرې مياشتې ټولنې چين ته درې زره خيمې برابر کړي دي. د اسرائيلو د دفاع وزارت له خوا د پنځه سوه او پنځه څلويښت زره امريکايې ډالرو په ارزښت توکي سه چوان ته رسيدلي دي.