د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف او صدر اعظم يوسف رضا ګيلاني د جون په دوهمه نېټه د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام أباد کې په جلا جلا توګه د امريکا د دفاع وزارت له مرستيال ايرک ايس ايدلمن او د ده له همکارانو سره وکتل.
ولسمشر مشرف د کتنې په ترڅ کې دغه خبره تکرار کړه چې د پاکستان او امريکا ترمنځ اړيکې د سيمې د دايمي سولې لپاره ډېر زيات اهميت لري. دغه راز پاکستان به له خپلو ګټو سره سم له ترهګرۍ او تندلارۍ سره ټينګه مبارزه وکړي. ښاغلي ايدلمن څرګنده کړه چې د امريکا حکومت د دفاع په ساحه کې د پاکستان د اړتياوو پوره کولو هڅوي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د توان لوړولو لپاره به له پاکستان سره مرسته وکړي او هيله يې څرګنده کړه چې دواړه هېوادونه د تمرينونو، ګډو مانورو او دفاعی توليد په ساحو کې خپل منځۍ همکاري زياته کړي.