<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-03 13:39:25    
نړيوالې ټولنې په پاکستان کې د ډانمارک پر سفارت د بريد سخته غندنه وکړه.

cri

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په پاکستان کې د ډانمارک پر سفارت د جون په دوهمه نېټه يو ځانمرګی بريد وشو چې له امله يې لږ تر لږه اته تنه ووژل او څليرويشت تنه نور ټپيان شول. نړيوالې ټولنې په همدې ورځ د دغه بريد سخته غندنه وکړه.

د م م امنيت شورا د همدې ورځې له غرمې وروسته په ګډه د يوې اعلاميې په خپرولو سره دغه خبره تکرار کړه چې بايد د اړوندو قوانينو له مخې په دغه بريد کې ټولو لاس لرونکيو کسانو ته سزا ورکړي شي او له ټولو هېوادونو څخه يې غوښتنه وکړه چې په دې اړه له پاکستان سره مثبته همکاري وکړي.

د م م سرمنشي بان کي مون، د اروپايي ټولنې شورا مشر جوس مانيول باروسو د اروپايی ټولنې د ديپلوماتيکو اوامنيتي تګلارو د اروپايي ټولنې لوړ پوړي استازي سولانا هم په همدې ورځ هم په جلا جلا توګه د اعلاميو په خپرولو سره د دغه بريد سخته غندنه وکړه او د وژل شويو کسانو له کورنيو سره يې خواخوږي او همدردي څرګنده کړه.