د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، له څو ورځو راهيسي، نړيواله ټولنه د چين په سه چوان کې له زلزله ځپلو سيمو سره د مرستو برابرولو ته دوام ورکوي.
د پاکستان کشمير سيمې حکومت د جون په دوهمه نېټه د سه چوان ولايت زلزله ځپلو سيمو ته يو سل او اويا زره امريکايی ډالره او يو زر او پنځه سوه خيمې برابرې کړې دي.
د روسيې د بيړنيو چارو وزارت بار وړونکي الوتکې د جون په دوهمه نېټه د دېرشو تڼو مالونو په وړلو سره سه چوان ولايت ته ورسېدل او د دغه هېواد د چيليابينسک ايالت مطبوعاتی دفتر په همدې ورځ اعلان وکړ چې څو ورځې وروسته به د سه چوان ولايت زلزله ځپلو سيمو شل تنه ماشومان د درملنې لپاره دغه ايالت ته ورسېږي.
برسېره پر دې، د لاوس، اسرائيلو، قطر، اوکراين، ګرجستان، اسپانيا او امريکا په شمول زياتو هېوادونو هم چين ته نغدي پيسې يا مالونه ورکړي دي.