د سين هوا اژانس د خبر له مخې، بهرني نندارچيان د بېجينګ اولمپيک لوبو سياليو د ټکټونو اخيستلو په وخت کې چين ته د ننوتلو ويزې نشي تر لاسه کولای او بايد د اړوندو قاعدو له مخې په نورو هېوادونو کې د چين له سفارتونو څخه د ويزو تر لاسه کولو غوښتنه وکړي.
د بېجينګ اولمپيک لوبو رسمي ويبپاڼې د جون په دوهمه نېټه دغه خبر او د اولمپيک لوبو په ترڅ کې چين ته د بهرنيانو ننوتلو او وتلو او په چين کې د توفق په اړه د قوانينو ښودنه خپره کړه.