<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-03 18:38:24    
د اولمپيک په اړه د چين لومړی فلم وښودل شو

cri

په ١٩٠٨ کال کې د تيان جين ځوانان په نامه مجلې چې په هغه وخت کې يې په چين کې ستره اغېزه درلوده، دری پوښتنې وکړې، يعنی چينايان به څه وخت په اولمپيک لوبو کې ګډون وکړي ، چين به څه وخت په اولمپيک لوبو کې يو مډال تر لاسه کړي او چين به په کوم وخت کې د اولمپيک لوبو کوربه شي؟ په ١٩٨٤ کال کې چينی لوبغاړي شو های فنګ په اولمپيک لوبو کې د چين په استازيتوب لومړی طلايي مډال تر لاسه کړ. بله خبره دا چې د اولمپيک نهه ويشتمې دورې لوبې به په راتلونکی اګست کې په بېجينګ کې تر سره شي. په دې توګه دوهمې او درېيمې پوښتنې ته ځواب ور کړی شو.

د اولمپيک په اړه د چين لومړی فلم چې يو کسيز اولمپيک نومېږی، لومړې پوپښتنې ته ځواب ور کړی دی. (اواز١)

په ١٩٣٢ کال کې د چين د ځغاستې مشهور لوبغاړي ليو چانګ چون د ډېرو ستونزو په لری کولو سره د چين په استازيتوب د اولمپيک لسمې دورې د لوسانجلس په لوبو کې ګډون وکړ. د دغې کيسې په اړه د يو کسيز اولمپيک په نامه فلم د مې په اوولسمه نېټه په چين کې وښودل شو.

په ١٩٣١کال کې جاپانی تېري کونکو د چين په شمال ختيځ کې دری ولايتونو ونيول او د منجولی په نامه يو ګوډاګی دولت يې جوړ کړ.

په ١٩٣٢ کال کې جاپانی تېري کوونکو له ليو چانګ چون څخه غوښتنه وکړه چې د دوی د حکومت په استازيتوب د امريکا په لوس انجلس کې د اولمپيک د لسمې دورې په لوبو کې ګډون وکړي . ليو چانګ چون په ټينګار سره دغه غوښتنه رد کړه په همدی وخت کې يې پرېکړه وکړه چې د چين په استازيتوب په دغو لوبو کې برخه واخلي. په دغه ټينګه اراده ليو چيانګ چون له اته زره يوانو پانګې سره په يوازې توګه د يوې بېړۍ له لارې امريکا ته وخوځېد. له درويشتو

ورځو وروسته هغه امريکا ته ورسيد خو ډېر ستړی شوی و ليو چانګ چون په دغو اولمپيک لوبو کې هېڅ برياليتوب تر لاسه نه کړ. (اواز٢)

که څه هم ليو چانګ چون هېڅ برياليتوب نه و تر لاسه کړی، خو تر ټولو مهمه خبر د ده کلک هوډ او په لوبو کې ګډون کول وو . د فلم له پای ته رسېدو وروسته، د نندارچيانو د تودو چک چکو اواز واورېدل شو.

يو نارينه نندارچی وويل (اواز٣)

دغه فلم پر موږ ډېره اغېزه کوی. په اولمپيک لوبو کې د ليو چانګ چون له يوازنی ګډون څخه د چينايانو ټينګ هوډ څرګند شو. زه د دغه فلم له لارې له زلزلې ځپلو وګړيو سره خواخوږي څرګندوم. هيله لرم چې دوی په ټينګې ارادې سره په نژدی وخت کې خپل کورونه بيااباد کړي.

يوې ښځينه نندارچۍ وويل (اواز٤)

د يوې ځوانې چيني په توګه مې له دغه فلم څخه ډېر توان تر لاسه کړ. چين ته د اولمپيک روحيې په رارسېدو سره هيله څرګندوم چې د چين ټول وګړي، په تېره بيا زلزله ځپلې وګړي د اولمپيک په روحيې سره بيا ټينګ شي.

دغه فلم نه يوازی پر نندارچيانو ډېره اغېزه کوی، بلکی د کارپوهانو لخوا هم ستايل شوی دی. د چين د راډيو، فلم او ټليويزيون د عمومی ادارې يو مشر وويل په دغه فلم کې د چينايانو د يووالي او زيار ايستلو ملی روحيه ليدل کېږی او د سپورتی فلمو کلتور نوي پړاو ته رسيدلی دی.

د دغه فلم ډايريکتر هو يونګ زموږ خبريال ته وويل (اواز٥)

زما په اند، دا ډېره ستونزمنه ده چې يو څوک په يوازنی توګه د چين په استازيتوب په اولمپيک لوبو کې ګډون وکړ. بېجينګ به په راتلونکي اګست کې د اولمپيک لوبو کوربه شي، دا يو پيچلی او ستونزمن کار هم دی. نو اوس بېجينګ په بېلا بېلو تياريانو بوخت دی.

فلمي لوبغاړي لي جاو لين په فلم کې د ليو چانګ چون رول لوبولی دی. د چين د دوهمې درجې سپورتی لوبغاړي په توګه، د ده څرګندوالی د نندارچيانو لخوا ستايل شوی دی. هغه زموږ خبريال ته وويل د فلم جوړونې په ترڅ کې هم د ليو چانګ چون د روحيې تر اغېزې لاندی و. ده وويل (اواز٦)

ليو چانګ چون داسې روحيه درلوده چې ناکامي يې نه منله او له خپل هوډ نه يې لاسه نه اخيست. زموږ هر هېوادوال بايد دغه شان ټينګ هوډ ولري. هيله لرم چې د بېجينګ اولمپيک لوبې په بريالۍ توګه تر سره شي او زلزله ځپلې وګړي په نژدی وخت کې بيا خپل نيکمرغه ژوند پيل کړي.