د چين د خلکو ورځپاڼې د خبر له مخې،د ون چوان له زلزلې وروسته جاپان،روسيې،د کوريا جمهوريت او سينګاپور زلزلې ځپلو سيمو ته د مرستنديو کارونو لپاره مسلکی مرستندويې ډلې ورليږلې دي .د دوی کوششونه د چيني ديپلوماتانو له خوا ډېر وستايل شول.
لکه څنګه چې چيني ديپلوماتانو په خپلو راپورونو کې ويلي دوی د مسلکي تکنالوژۍ په کارولو او د ژورې انساني پاملرنې په رڼا کې د بېلابېلو هيوادونو د خلکو تر منځ د پوهاوي يو پل جوړ کړی دی.