<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-03 18:21:47    
د سه چوان ولايت د غلودانو د توليدي اندازې د ثابتېدو لپاره کوشش کوي

cri

د سه چوان ولايت د کرنې ادارې په وروستيو ورځو کې خبر ور کړ چې دغه ولايت د کرکيلي چارو له ولايت څخه د کرهنيزو توکيو د ژر چمتو کولو ولايت ته ، د دوديزې کرنې له پړاو څخه د عصری کرنې پړاو ته او د کرنې له لوی ولايت څخه د کرنې غښتلی ولايت ته د رسيدو لپاره کوشش کوي چې په دغه ولايت کې د غلودانو عمومی توليدي اندازه ٣٥ مليارډ کيلو ګرامه وساتل شی.

د دغه ولايت د کرنې ادارې مشر ژون يونګ چانګ وويل د سه چوان ولايت په چين کې د کرنې يو لوی ولايت دی، خو غښتلی نه دی .د هرتن پر سر توليدي موثريت ٦٣٩٠ يوانو ته رسيدلی چې د هېواد د منځنی سويې په پرتله په سلو کې ١٦ ټيټ شوی دی.ځانګړی چارې زياتې دي، خو د ليدو وړ توليدات لږ دی.

هغه زياته کړه چې د سه چوان ولايت بايد د کرنې په راتلونکی پرمختګ کې د غلودانو امنيت تامين پر بنسټ د ځانګړی کرنې او د کرنې صنعتی کيدو هڅه وکړي، د کرنې عصری سيسم جوړ کړي او د سبو، ميوو، چای ، چينی درملونو او ګلونو په شمول چارو ته ډېر ارزښت ور کړي او د کرنې په پرمختګ کې لازياته پانګه ولګوي چې بزګران تری زيات عايدات او ګټې تر لاسه کړي.

د معلوماتو له مخې که څه هم دغه ولايت په تېره موده کې د واوره او باران اورښت له رامنځه شوې منفی اغيزې سره مخامخ دی، خو له ډېرو کوششونو وروسته اوس په

دغه ولايت کې د کرنې توليدی حالت ښه شوی دی چې ښايی روان کال غله دانه ښه حاصلات ولري.که لوی طبيعی ناورين رامنځته نه شی، نو ښايی چې د غلودانو توليدي اندازه ٥٠٠ مليون کيلو ګرامو ته ورسيږي.په همدی وخت کې په پسرلۍ کې د تخمونو روزلو کارونه هم په بنسټيزه توګه پای ته ورسيدلي دي.

د يو بل خبر له مخې په وروستيو ورځو کې د لياو نينګ ولايت د کليوالو سيمو د اقتصادی کميټې خبر ور کړ چې د دغه ولايت په کليوالو سيمو کې د موږکانو وژلو

ګډ عمليات پيل شوی چې له امله به يې د موږکانو له امله رامنځته شوی زيانونه تر زياتې اندازې پوری کم شي .

د يوې شمېرنې له مخې په تېرو پنځو کلونو کې په دغه ولايت کې د موږکانو حرکت کولو له امله دوه سوه هکتاره ځمکو ته زيانونه رسيدلي چې د غلودانو زېرمې يې له زياتو ګواښونو سره مخامخ کړې دی.دغه ولايت په ډله ييزه توګه د دغو ګواښونو له منځه وړلو لپاره په بېلا بېلو کليوالو سيمو کې د موږکانو وژلو عمليات تر سره کړی دی.

په همدی وخت کې به د لياو نينګ ولايت د روان کال له پيل څخه سل داسی نمونوي کلي جوړ کړي چې د موږکانو د حرکت کولو له امله زيانونه نه شی ور رسيدای او د کرنې توليد او غلودانو امنيت پکې تامين شی.