<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-03 17:58:58    
د چين د جمناستيک لوبغاړې پانګ پان پان

cri

ګرانو دوستانو السلام عليکم! د چين د جمناستيک لوبډله د نړيوالو ځواکونو لوبډلو څخه يوه ګڼل کېږي. پانګ پان پان د چين د اوسنۍ لوبډلې يوه غوره لوبغاړې ده. نو په دی پروګرام کې به تاسو ته د پانګ پان پان په اړه لنډ معلومات وړاندی کړو.

پانګ پان پان د ١٩٨٨ کال د جون په اوومه نېټه د چين د هه بې ولايت په شه جيا جوان ښار کې زيږېدلې، د ونې لوړوالی يې يو سل او پنځه څلويښت سانتی متره او د بدن وزن يی دری ديرش کيلوګرامه دی. پانګ پان پان په اوو کلنۍ د جمناستيک په زده کړې پيل وکړ. په ١٩٩٧ کال کې چې په هغه وخت کې يې د لومړني ښوونځی يوه زده کوونکې وه په فارغ وخت کې د هه بې ولايت د شه جيا چوان ښار په سپورتي ښوونځی کې د جمناستيک زده کړه کوله. د ٢٠٠١ کال په جنورۍ کې د هه بې ولايت په لوبډله او د ٢٠٠٢ کال تر پايه پورې د چين په دولتي لوبډله کې شامله شوه او د ٢٠٠٣ کال په جنورۍ کې يې په رسمي توګه په دولتي لوبډله کې زده کړې پيل کړې.

پانګ پان پان يوه ډيره ښکلی نجلی ده او روزونکی يې ورسره ډيره مينه لري. د پانګ پان پان روزونکي شيو جينګ لې ويلی پانګ پان پان يوه عاقله او کوښښي نجلۍ ده. هغه په روزنه کې تل تر خپلې وسې پورې په لوړه کچه د حرکتونو د تر سره کولو لپاره کوښښ کوي. بر سېره پردې که د روزونکو په خبر پوه نه شي، هغه پوښتنه کوي. دغه راز پانګ پان پان يوه ډيره عاقله لوبغاړې ده چې په لنډه موده کې يې

ډير حرکتونه زده کړي دې.

په ٢٠٠٦ کال کې پانګ پان پان د لومړی ځل لپاره د جمناستيک په نړيوالې اتلولی کې ګډون درلود. هغې له خپلو همکارانو سره د ښځينه ډله ايزو سياليو د سرو زرو مډال تر لاسه کړ. په دغو سياليو کې پانګ پان پان په ښه توګه حرکتونه تر سره کړل او د نندارچيانو پام يې ورواړاوه. پانګ پان پان د جمناستيک په بېلا بېلو ډولونو ترڅنګ د موازنې لرګي او ازاد جمناستيک په لوبو کې لوی لاس لري.

په بېلا بېلو سياليو کې د پانګ پان پان عمومی پايلې داسي دی:

په ٢٠٠٥ کال کې د جمناستيک د نړيوالې اتلولی د موازنې لرګي په سياليو کې يې د سپينو زرو مډال تر لاسه کړ او د ازاد جمناستيک په سياليو کې يې څلورم ځای ونيوه. د نړيوالې اتلولۍ په اړه يې د هالند په سياليو کې د موازنې لرګي او ازادی جمناستيک په سياليو کې يی د سرو زرو دوه مډالونه تر لاسه کړل.

په ٢٠٠٦ کال کې يې د نړيوالې اتلولۍ په ډله ايزو سياليو کې له خپلو ملګرو سره يو ځای د سرو زرو مډال تر لاسه کړ.