د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د سی چوان ولايت په زلزله ځپلو سيمو کې نهه اتيا ماشومان او شپاړس ښوونکي د جون په دويمه نېټه د چين په جنوب کې د های نان ولايت د سان يا ښار ته ورسيدل. د دوی د رواني ستونزو درملنې لپاره دغه سفر به پنځه لس ورځې دوام وکړي.
د های نان ولايت منظرې ډېرې ښکلې دي، نو ځکه د دغه ولايت اړوندو څانګو د زلزله ځپلو ماشومانو د رواني ستونزو د ژر تر ژره له منځه وړلو لپاره ياد شوی فعاليت پيل کړ. په های نان ولايت کې د سفر په ترڅ کې به ماشومان او ښوونکي د دغه ولايت بېلا بېلو ښکليو ځايونو ته سفر وکړي او د اروا پوهانو په لارښوونه يو لړ فعاليتونه تر سره کړي،
د روسيی د ايتار تاس اژانس د خبر له مخې: د سی چوان ولايت شل تنه زلزله ځپلی ماشومان به د روانې مياشتې په شپاړسمه نېټه د روسيی د چيليابينسک ايالت ته ولاړ شي او هلته به له تاريخی ځايونو او طبيعی منظرو څخه کتنه وکړي.