د سن هوا اژانس د خبر له مخې د چين صدراعظم ون جيا باو او د زلزلې د مخنيوي او ژغورنې د لارښوونې قوماندانۍ مشر ون جيا باو د جون په درېيمه نېټه په بېجينګ کې د دغه قوماندانۍ شپاړسمې غونډې مشري وکړه. په غونډه کې په زلزله ځپلو سيمو کې د توليدي کارونو د بيا پيل لارښونې او د ون چوان ولسوالۍ له سختې زلزلې وروسته د مصيبت ځپلو سيمو د بيا جوړولو پر لايحه بحث وشو.
په دغه غونډه کې وويل شول اوس بايد اړوندی خواوی په مصيبت ځپلو سيمو کې د وګړيو د ژوند تامينولو تر څنګ د توليدي کارونو د بيا پيل لپاره کوښښ وکړي چې کرهڼيزې او صنعتی توليدي چارې، د سوداګرۍ تګ راتګ او خدمتي چارو بيا پيل او د اساسی تاسيساتو د ترميم کارونه پياوړې کړي.