د سينهوا اژانس د خبر له مخې په چين کې د م م سيستم همغږي کوونکی خاليد ماليک د جون په ٣ نېټه په بېجينګ کې زمونږ له خبريال سره د يوې مرکې په ترڅ کې وويل د چين حکومت بايد د زلزله ځپلو سيمو په بيارغونه کې د دغو سيمو دايمی پرمختګ ته ارزښت ور کړي.
نوموړي وړانديز وکړ چې د چين حکومت بايد په دغو سيمو کې د مالياتو په اړه سيمه ايزه امتيازی تګلاره خپره کړي چې له مخی يې د اقتصادي توليد د بيا پيل په برخه کې له سختو زلزله ځپلو سيمو سره مرسته وکړی شی.