د سه چوان ولايت د ون چوان ولسوالۍ له سختې زلزلې وروسته د جون په لومړۍ نېټه د ماشومانو نړيواله ورځ وه. د تېرې مې له دېرشمې نېټې څخه د جون تر لومړۍ نېټې پورې د پنګ جو، ميان يانګ او دو جيانګ يان په شمول سيمو کې څلور زره پنځه سوه او لس تنو زلزله ځپلو ماشومانو د زده کوونکيو نوي جامې واغوستې.
د سه چوان ولايت او شانګهای ښار د کارګرانو عمومي ټولنې د جون په لومړۍ نېټه د لومړۍ ډلې شپږ سوه او دېرش جوړه جامې د پنګ جو ښار د تونګ جي علاقه دارۍ د ښوونځي زده کوونکيو ته ورکړې او د دغو جامو جوړولو لګښت د چين د کارګرانو عمومي ټولنې له خوا برابر شوی دی. د چين د کاګرانو عمومي ټولنې اړوندې چارواکې څرګنده کړه موږ غواړو زلزله ځپلي ماشومان خوشحاله وي، په خوشحالۍ او نيکمرغۍ توګه د ماشومانو نړيواله ورځ تېره کړي او زموږ د عملياتو له لارې غمونه لږ څه کم شي.
په سه چوان ولايت کې د چين کمونست ګوند دايمي کمېټې غړي او د کارګرانو ټولنې مشر لي دنګ جو د بسپنې ورکولو د مراسمو په ترڅ کې په خپله ماشومانو ته جامې ورکړې.
اوس تر دې سرليک لاندی يو فعاليت د سه چوان ولايت په بېلا بېلو زلزله ځپلو سيمو کې تر سره کېږي چې زړه له زلزله ځپلو ماشومانو سره يو ځای کړي او د مينې له مخې عمليات وشي. د معلوماتو له مخې، د چين د کارګرانو عمومي ټولنې په امر د سه چوان ولايت د کارګرانو عمومي ټولنې سمدلاسه د ياد شوي فعاليت يوه لايحه جوړه کړه چې د يو مليون ډالرو په لګولو سره يې د زده کوونکيو نژدی شل زره جوړې جامې جوړې شي او د زلزله ځپلو سيمو بېلا بېلو ښوونځيو ته ورکړی شي. د دې تر څنګ دوی پلان لري چې د سيمه ايزو مطبعو په همکارۍ سره د يو کتابتون د جوړولو لپاره له جو يوان منځني ښوونځي سره مرسته وکړي او د دوه مليون يوانو په لګولو سره د ماشومانو په نړيواله ورځ کې له زلزله ځپلو ماشومانو سره د خواخوږۍ څرګندولو فعاليتونه تر سره کړي.
برسېره پر دې، د سه چوان ولايت د کارګرانو عمومي ټولنې زلزله ځپلو ماشومانو ته کتابونه، لوبتکې او خوراکي توکي ورکړل او د مسلکي کارکوونکيو په مرسته يې دوی ته رواني لارښوونه وکړه.