<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-04 16:09:43    
لومړی درس

cri
ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! زه احمد زلمی د چينی ژبې لوست پروګرام ته مو هرکلی کوم او نيکې هېلې مې هم ومنئ ! نوی کال يوځل بيا رارسيدلی او په دې مهال د چينی ژبې لوست مو هم په نوی بڼه ښکاری . مونږ هيله لرو تاسو په اسانه توګه زمونږ د پروګرام له لارې چينی ژبه زده کړئ . تاسو کولی شئ چې د ليکونو يا بريښناليکونو له لارې له مونږ سره تماس ونيسئ او خپلې پوښتنې يا وړانديزونه رااستوئ !

ګرانو دوستانو ! لومړی به يو ديالوک په ګډه واورو! په دغه ديالوک کې يو ځوان چې وانګ ياو مينګ نوميږی ، په يو بهرنی شرکت کې کار کوی . نن هغه هوايی ډګر ته ځی چې د خپل يو دوست هرکلی وکړي . دغه سړی چې جانګ هوی نوميږی ، له امريکا څخه د ډيرو کلونو زده کړې وروسته بيرته چين ته راستنېږی . نو راځی اوس دغه ديالوک ته پام وکړئ :

你好!你是张辉吗?ني هاو ! ني شه جانګ هوی مه ؟

你好!我是张辉。请问您是哪位?ني هاو! وو شه جانګ هوی . چينګ ون ني شه ناوۍ ؟

我叫王小明。是单位派我来接你的。وو جياو وانګ شياو مينګ . شه دان وۍ پاۍ وو لای جيې ني ده .

好的,谢谢你了。那我们走吧。هاو ده ، شيې شيې ني لا . نا وو من زو با .

ګرانو دوستانو ! تاسو ته معلومه ده چې په چينی ژبه کې ( ني ) يعنی تاسو ، او ( هاو ) د ښه معنی ورکوي . نو ( ني هاو ) يعنی ستا حالت ښه دی ؟ چې د سلام کولو په وخت کې کارول کيږی . نو په ځواب کې هم ( ني هاو ) ويل کيږی . کله چې يو چينايی وګړي تاسو ته ( ني هاو ) وايی نو تاسو بايدپه ځواب کې ( ني هاو ) ووايی . دغه جمله په چين کې ډېره کارول کيږی نو مونږ به دغه جمله څو ځله تکرار کړو : ( ني هاو ) ( ني هاو ) ( ني هاو ) .

ګرانو دوستانو ! ( ني شه جانګ هوی مه ؟ ) په دغه جمله کې تاسو ته معلومه شوه چې ( ني ) يعنی تاسو يا ته او ( جانګ هوی ) د يو سړی نوم دی . د چينايانو نوم دوې برخې

لری چې لومړی برخه يې د يو کس کورنی نوم وی او دوهمه برخه يی د يو کس خپل يا لومړی نوم وی .

د بېلګې په توګه ( جانګ هوی ) ،( جانګ )يعنی د دغه کس کورنی نوم دی او( هوی) د ده خپل نوم دی . دغه راز ( وانګ شياو مينګ ) (وانګ) د دغه کس کورنی نوم دی او (شياو مينګ) د ده خپل نوم دی .

دغه جمله (زما نوم وانګ شياو مينګ دی )په چينی ژبه کې څرنګه ويل کيږی ؟ په چينی ژبه کې ( وو) يعنی زه او ( وو ده ) يعنی زما . دغه راز ( نوم ) په چينی ژبه کې ( شينګ مينګ ) يا ( مينګ زه ) ويل کيږی . له ما سره دغه کلمه تکرار کړئ : نوم يعنی ( مينګ زه ) ( مينګ زه ) ( مينګ زه ) . زما نوم يعنی ( وو ده مينګ زه ) ( وو ده مينګ زه ) ( وو ده مينګ زه ) . تاسو ته معلومه ده چې ( ني ) يعنی ته خو ستا په چينی ژبه کې څرنګه ويل کيږی ؟ ستا په چينی ژبه کې ( ني ده ) ويل کيږی . ( ني ده ) يعنی ستا ، ( ني ده ) ( ني ده ) ( ني ده ) . نو ستا نوم يعنی ( ني ده مينګ زه ) ( ني ده مينګ زه ) ( ني ده مينګ زه ) . نو اوس تاسو پوه شوئ چې ( وو ده مينګ زه شه وانګ شياو مينګ ) يعنی زما نوم وانګ شياو مينګ دی . د دې ترڅنګ دغه جمله په لنډه او اسانه توګه داسی ويل کيږی چې ( وو شه وانګ شياو مينګ ) يعنی زه وانګ شياو مينګ يم . دغه راز ( ني شي جانګ هوی ) يعنی ته ( جانګ هوی ) يی . ګرانو اوريدونکو! اوس به دغه ديالوک يو ځل بيا سره واورو !

( د ديالوک تکرار )

ګرانو دوستانو ! د پروګرام دغه دغه برخه په همدې ځای پای ته ورسېده . خوشحاله او نېکمرغه اوسئ !