د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ښوونې وزارت د جون په درېيمه نېټه خبر ورکړ چې د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د ښوونې څانګې اوس د زياتو تدبيرونو په نيولو سره په دغو ځايونو کې د زلزله ځپلو زده کوونکيو د زده کړې هرکلی کوي.
د يوې شمېرنې له مخې، تر اوسه پورې چونګ چينګ، جيانګ سو، ګوانګ شي، ان هوی او شانګ دونګ پنځه ولايتونو او ښارونو څه دپاسه پنځه زره او سل تنه زلزله ځپلي زده کوونکي منلي دي.