د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، له څو ورځو راهيسي نړيواله ټولنه د چين زلزله ځپلو سيمو ته د مالونو او نغدو پيسو بسپنې ته دوام ورکوي.
د پاکستان ځايی حکومت چين ته له پنځه سوه کېږديو نه پرته يو سل او اويا زره امريکايی ډالره او نورې زر کېږدۍ هم ورکړې.
د عربي متحده اماراتو حکومت چين ته پنځوس مليون امريکايی ډالره بسپنه ورکړه. د روسيې شپېته ټنه مالونه د جون په درېيمه نېټه چنګ دو ښار ته ورسېدل چې ارزښت يې له شپږ مليون يوانو څخه اوښتی دی.