<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-04 17:00:05    
د زلزلې لاملونه

cri

ګرانو دوستانو! د روانې مياشتې په ١٢ نيټه د چين په جنوب لويديځ د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالی کې د ريختر په کچه اته درجې زوروره زلزله رامنځته شوه او د چين څه دپاسه لس ولايتونه او ښارونه او دغه راز تر ويتنام او تايلند پوری يی پراخې سيمې تر بېلابېلې اندازې پوری ولړزولې. د پروګرام په نننې کړۍ کې به د زلزلې د لاملونو په اړه تاسو ته څه معلومات وړاندی کړو.

د وپان، د باران درانه اورښت او تالندې او بريښنا په شان زلزله هم په ځمکی کې يو ډول طبيعی پېښه ده. د ځمکو په ژورو کې ډبرينې برخې حرکت کوي او انرژی يی پاسنيو برخو ته رسيږی چې له امله يی ځمکه ولړزېږي. د اوږدې مودې د ارزونې له مخې د زلزلې سرچينې د ځمکو له سطحې څخه د څه پاسه لس کيلومترۍ په ژورتيا کې دي.

د زلزلې د ملی ادارې د ځمکې د فزيکی څيړنې مرکز مرستيال ښاغلی ګاو منګ تان وويل چې په ځمکه کې زلزلې ډېرې وی او هره ورځ پيښيږی. خلک ډېرې زلزلې نه شی احساسولی. کله چې د زلزلې لړز لوړو درجو ته ورسيږی نو خلک به يی احساس کړي. هغه وويل:

که خلک د زلزلې په مرکزی سيمه کې وي يعنی زلزله د خلکو تر پښو لاندی وي، څه دپاسه دری درجې زلزلې د بشر له خوا احساس کيدای شی.

د زلزلو له سختوالی سره سم کارپوهان د زلزلو ډولونه جوړوی. له دريو درجو نه ټيټې زلزلې ته کمزوری زلزله ويل کيږی چې د بشر له خوا نه شی احساس کيدای . له دری څخه تر څلور اعشاريه پنځه درجو پوری زلزلې احساس کيدونکی زلزلې دي چې ډېرې زيان رسوونکې نه دی. دغه راز له اتو درجو څخه پورته زلزلې سخت زيان رسونکی زلزلې دي.

هغه وويل چې د زلزلو د لړزا څپې دوه ډولونه لری چې يو ډول يی (P) له کښته نه پورته ته او بل

ډول (S)له ښی څخه کين لور ته لړزا ده . هغه زياته کړه :

دP او Sڅپو د خپرونې سرعت يو شان نه دی خو په منځنی توګه په هره ثانيه کې تر څوکيلومتره ليری ځای رسيږی.

کارپوهان له اوږدې مودې علمی څيړنې وروسته په دی پوه شوي چې د زلزلې د پېښيدو لاملونه ډېر پېچلۍ دي. تراوسه ډېر پرمختللی علمی سامان الات د زلزلو وړاندوينه نه شی کولی.

ښاغلی ګاو وويل چې ټوله ځمکه له شپږو لويو برخو څخه جوړيږی. د ځمکې پرمخ د دغو سپږو برخو ترمنځ ټينګې او نژدی اړيکې شته خو د ځمکې په ژورتيا کې د طبقو ښويدنه هم پېښېږي . دغه ښويدنه د زلزلو د پېښيدو عمده لامل ګڼل کيږی.

ښاغلی ګاو هم وويل :

د چين په لويديځ کې د ځمکنی برخو څه دپاسه شل ښويدنې موجودې دي. په تېره بيا د چينګ ځانګ د لوړو په شاوخوا د ځمکنيو برخو ښويدنې لويې او سختې دي. نو د چين ډېرې زلزلې په دغو سيمو کې پيښېږی.

د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالی کې د ريختر په کچه اته درجې زلزلې د يادو شويو ښويدنو په يوه کرښه کې پېښې شوې دي. په تاريخ کې په دغه سيمه کې له شپږ درجو پورته لس ځله زلزلې شوې دی. د پخوانيو زلزلو په پرتله د می ١٢ نيټی د پيښې شوې زلزلې پراخوالی لوي او لړزونه يی سخته وه.

ښاغلی ګاو زياته کړه چې هره زلزله يوازی يوه لړزونه نه ده . ويل کيږی چې د يوې زلزلې په بدرګه يو لړ لړزونې رامنځته کيږی. د پام وړ خبره دا ده چې له سختې زلزلې وروسته بايد د نورو لړزونو د زيان پراخېدو مخنيوی وشی.

هغه وويل :

دا عادی حالت دی چې له يوې سختې زلزلې وروسته نورې لړزېدنې وشی. له زلزلې وروسته بايد خلک لومړی له خطرناکو ودانيو څخه ليری شی .

ګرانو اوريدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نېکمرغه اوسئ!