د سين هوا اژانس د خبر له مخې، اوس د تبت د نګاری ګونسا هوايی ډګر جوړونه په عادي توګه روانه ده. دغه هوايی ډګر به په ٢٠١٠ کال کی وکارول شي چې له مخې به يې د لا سا له ګونګار، د چام دو له بامدا او له نينګچی هوايی ډګرونو وروسته د تبت يوه بله مهمه هوايی لار وګرځي.
د نګاری ګونسا هوايی ډګر د سمندر له سطحې نه ٤٢٢٧ ميتره جګوالی لری او په يو وخت کې د يو سل او شل زره مسافرينو ته د تګ را تګ اسانتياو برابرولو له مخې ديزاين شوی دی.