د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د هو نان ولايت په چانګ شه ښار کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلی مشال ليږدولو فعاليت د جون په څلورمه نېټه پای ته ورسېد.
په چانګ شه ښار کې د اولمپيک لوبو د سپيڅلی مشال لومړی ليږدونکی د چين مشهور لوبغاړی، د سيدنی په اولمپيک لوبو کې د ډايف اتل شيونګ ني و. دغه فعاليت دری ساعته دوام درلود او د مشال ليږدولو اوږدوالی شل اعشاريه اته کيلو مترو ته رسيده.
د مشال ليږدولو فعاليت له پيل مخکې، ټولو کسانو د ون چوان ولسوالۍ په زلزله کې پر مړو شويو وګړيو د خواشينۍ لپاره يوه دقيقه سکوت وکړ.