<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-04 21:19:50    
په زلزله کې د ټپيانو درملنې چارې په ښه توګه ترتيب شوي چې له مخې يې د چين بېلا بېلو ځايونو ته ليږل شوي دي

cri

د چين د سه چوان ولايت د سختې زلزلې له امله د ټپی شويو وګړيو شمېر درې سوه زرو ته رسيدلې چې له امله يې د زلزله ځپلو سيمو پر طبی سرچينو باندی فشارونه زيات شوي دي.د چين حکومت د دغو ټپيانو د ښې درملنې په اړه پرېکړه کړې چې ځينی ټپيان له سه چوان ولايت پرته نورو سيمو ته وليږدول شی. تر اوسه پوری د زلزله ځپلو سيمو لس زره تنه ټپيان د درملنې لپاره د چين شلو ولايتونو، خپلواکو سيمو اود مرکزی حکومت تر مستقيمې ادارې لاندی ښارونو ته ليږدول شوي او پر وخت د هېواد د بېلا بېلو روغتونونو تر درملرنې لاندی دی.

د چين حکومت د ټپيانو درملرنې کارونو ته په درنه سترګه ګوري او وړانديز کوي چې د ټولو ټپيانو وړيا درملنه وکړي او ور سره مرسته تامين شی.

د چين د هه بی ولايت د شی جيا ځوانګ ښار د روغتيا ادارې مشر يانګ شين جيان چی د ټپيانو ليږدولو د همغږي په چارو بوخت دی، وويل دغه ولايت د زلزله ځپلو سيمو د ټپيانو د منلو لپاره شپږ روغتونونه ترتيب کړي دي. هغه زياته کړه (اواز.........) ټول شپږ روغتونونه په هه بی ولايت کې تر ټولو ښه شرايط لري .مونږ به د دوی له روغتيايی حالت سره سم بېلا بېلو روغتونونو ته ټپيان وليږدوو او د دوی لپاره مو تر ټولو ښه ډاکتران او طبی کارکوونکي چمتو کړي چې د کوششونو له مخې يې دغه ټپيان به ژر تر ژره جوړ شی.مونږ به د کورنيو غړيو په شان دوي ته ډېره پاملرنه وکړو.

د ليږدول شويو ټپيانو درملنه د سيمه ايزو موسسو له خوا په وخت شوې ده. نژدی سل تنه ټپيان د بېجينګ د لاو نيان په نامه روغتون ته ليږدول شوی چې د بېجينګ ښار په شمال کې پروت دی او چاپيريال يې ښه دی. د دغه روغتون مرستيال يانګ بينګ وويل(اواز..............) د بېجينګ ښار لويو روغتونونو په ځانګړی توګه د سل تنو ټپيانو د درملنې لپاره د کارپوهانو يوه طبی ډله جوړه کړې چې د بېجينګ ښار د بېلا بېلو روغتونونو ٩٤ تنه ډاکتران پکې دی.دغه ډله دری کچې لري چې يوه يې د کارپوهانو ډله ده، دوهمه يې د ټپيانو ژغورنې د ورځنيو چارو ډله ده او وروستی يې د روغتياد وروستی حالت په اړه طبی ډله ده.

ليږدول شوي ټپيان نه يوازی د سيمه ايزو طبی کارکوونکيو له خوا تر سره کيږي بلکې د سيمه ايزو ښاريانو له خوا هم ور ته پاملرنه شوې ده.

د شان دونګ ولايت په چينګ داو ښار کې د زلزله ځپلو سيمو د ټپيانو درملرنې په اړه د خبر له خپرېدو وروسته ښاريان، داوطلبان او له سه چوان ولايت څخه راغلي وګړي چې اوس په دغه ښار کې زده کړه اويا کارکوي، په جلا جلا توګه له بېلا بېلو لارو چارو ټپيانو ته پاملرنه څرګنده کړه. د يو ټپی شوی وګړی خپلوانو وويل(اواز.............) دغه ځای ښه دی او چاپيريال يی هم ښه دی.دلته ښاريان ډېر مهربان دي.

د چين د بېلا بېلو ځايونو روغتونونه چې ټپيان يی منلې دي، اوس تر خپلې وسې پوری د دغو ټپيانو د ژغورنې او درملنې په کارونو لاس پوری کوي او د دغو کسانو ژوند ترتيبوي، د دی ترڅنګ ور ته روحيي لارښوونه کوي چې له مخې يې ژر تر ژره روغ جوړ شی.

په چين کې د ټپيانو ليږدولو کاري ډلې اړوندو کارکوونکيو د دغو ټپيانو د مفصلې پېژندنې هويتونو، روغتيايی حالاتو او درملرنې بهير په ارزولو پيل وکړ. له روغيدو

وروسته به د ټپيانو ليږدولو او د ژوند ترتيبولو مسئله د چين د ملکی چارو او عام امنيت د وزارتونو له خوا حل شی او د ټولو ټپيانو طبی لګښت به د اړوندو څانګو له خوا تنظيميږي.