<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-05 13:40:13    
پولند ژمنه وکړه چې د بيا ابادۍ لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.

cri

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پولند د بهرنيو چارو وزير رادوسلوا سيکورسکي د جون په څلورمه نېټه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې څرګنده کړه چې پولند به د څو مليون امريکايی ډالرو په لګولو سره د سرتيريو او پوليسو تمرينولو او بيا ابادۍ په چارو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

نوموړي د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير رنګين دافر سپنتا سره له کتنې وروسته څرګنده کړه چې پولند به نه يوازې د سرتيريو او پوليسو د روزلو په برخه کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، بلکې له اروپايی ټولنې څخه هم د مرستو غوښتنه وکړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ښاغلي سپنتا په وينا پولند دا ژمنه هم کړې چې د ديپلوماتانو او مطبوعاتي کارکوونکيو د روزلو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي چې په ترڅ کې يې تر اوسه څوارلس تنه افغان مطبوعاتي کارکوونکي د زده کړې لپاره پولند ته تللي وو.