د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان يو چارواکي د جون په څلورمه نېټه وويل چې د ناتو په مشرۍ د امنيت ساتنې مرستندويه نړيوالو ځواکونو د ګزمې يو کاروان په همدې ورځ د افغانستان په جنوب کندهار ولايت کې له يو ځانمرګي بريد سره مخامخ شو چې په ترڅ کې يې د ګزمې سرتېريو ته هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو يو ماشون وژل شوی دی.
دغه ځانمرګي بريد د کندهار ولايت د سپين بولدګ علاقه دارۍ او کندهار ښار ترمنځ په يو سړک کې وشو. د طالبانو وسله والو کسانو د دغې پېښې پړه پر غاړه اخيستې ده.
په همدې ورځ د هوايی پوځ د بګرام اډې خبر ورکړ چې د امريکا په مشرۍ د ائتلافی ځواکونو څو سرتېري د روانې مياشتې په درېيمه نېټه هلمند ولايت پر لار د رسله والو کسانو له يو کمين سره مخامخ شول او ور سره يې جګړه وکړه چې په ترڅ کې يې دوولس تنه وسله وال کسان يې ووژل.