د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جون په څلورمه نېټه د يوې خبري ناستې په تر سره کولو سره وويل چې د سه چوان ولايت له سختې زلزلې وروسته يو سل او شپږ شپېتو هېوادونو او شپاړسو نړيوالو سازمانونو په بېلا بېلو وسيلو چين ته د پنځه زره ټنو مالونو او دېرش مليارډ او پنځه سوه او پنځه پنځوس مليون يوانو نغدو پيسو بسپنه ورکړې ده.
برسېره پر دې، د جاپان، روسيې، کوريا جمهوريت او سينګاپور بيړنيو ژغورونکيو ډلو له زلزلې وروسته د ژغورنې په کارونو او د اړوندو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو نهه طبي ډلو د ټپيانو په درملنه کې ګډون کړی دی.
د چين اړوندو څانګو د نړيوالې ټولنې له مرستو څخه مننه څرګنده کړه. چين به په زلزله ځپلو سيمو کې د بيا ابادۍ په بهير کې خپلې پرانيستې رويې ته دوام ورکړي او له خپلو اړتياوو سره سم د نړيوالې ټولنې د مرستو او ملاتړ هرکلی وکړي.