د چين د خلکو ورځپاڼې د خبر له مخې، له څو ورځو راهيسي د سه چوان ولايت په بېلا بېلو زلزله ځپلو سيمو کې له زلزلې وروسته د بيا ابادۍ او ځان ژغورنې لپاره د توليد کارونه روان دي.
د معلوماتوله مخې، د سه چوان ولايت په زلزله ځپلو سيمو کې د صنعتي تصديو د توليدي چارو اعاده کېدو لپاره يو مهال ويش ټاکل شوی چې له مخې به يې په راتلونکې يوه مياشت کې د دغو ناورين ځپلو تصديو حالت په اړه معلومات تر لاسه شي او په راتلونکيو دريو مياشتو کې ځينې تصدۍ په پر له پسې توګه خپلې توليدي چارې اعاده کړي او راتلونکي کال ټولې تصدۍ په پوره توګه د بيا ابادۍ په پروګرامونو پيل وکړي.