<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-05 14:38:54    
د القاعدې سازمان په پاکستان کې د ډانمارک پر سفارت د بريد پړه پر غاړه واخيسته.

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د داون ورځپاڼې د جون په پنځمه نېټه خبر ورکړ چې د القاعدې سازمان پر خپله ويبپاڼه د القاعدې سازمان مشر مصطفی ابو اليزيد په عنوان د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د جون په دوهمه نېټه په پاکستان کې د ډانمارک پر سفارت د بريد پړه د دوی پر غاړه ده.

د خبر له مخې، په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې د ډانمارک په ځينو ورځپاڼو کې د اسلامي دين پر پيغمبر محمد د سپکاوي کارتون خپور شوی او ډانمارک په دې اړه بښنه نه ده غوښتلې. نو دغه راز د القاعدې سازمان مشر اوسمه بن لادن ژمنه کړې چې د دغه عمل غچ بايد واخلي.

تر اوسه پورې د دغې اعلاميې د رښتينوالی پخلی نه شي کېدای.