<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-05 16:08:25    
امريکا ته د اولميرت سفر د منځنی ختيځ پر سوله ايز بهير دومره اغېزه نه کوي

cri

د چين نړيوالې راډيو دخبر له مخې، د امريکا ولسمشر جورج بوش د روانې مياشتې په ٤ نېټه په سپينه ماڼۍ کې د اسرائيلو له لومړی وزير يهود اولميرت سره خبرې اترې وکړې . دواړو خواوو د ايران ذروی مسئلې، د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ سوله ايز بهير او په لبنان کې د سوريې اغېزې ته ډېره پاملرنه کړې ده. خو د څيړونکو په اند به امريکا ته د اولميرت سفر د منځنی ختيځ پر سوله ايز بهير دومره اغېزه ونه کړي.

د ايران مسئله امريکا ته د اولميرت د سفر په اجندا کې مهمه برخه نيسی. بوش له يادو شويو خبرو اترو مخکی وويل چې ايران سولې ته يو ګواښ دی او نړيواله ټولنه بايد د ايران دغه ګواښ ته په جدی توګه وګوری . اولميرت ايران ته ترټولو سخت خبرداری ورکړ او ويی ويل چې دوی به تر وسې پوری د ايران د ذوری پروژو مخه ونيسی. هغه دی ته اشاره کړې چې پر ايران باندی اقتصادی بنديز بايد نورهم ټينګ شی او نور سخت تدبيرونه هم بايد ونيول شی.

بوش په يادو شويو خبرواترو کې د ايران په اړه د امريکا د تګلارو په باره کې د اسرائيلو د اړوندو شکونو د ليری کولو لپاره کوشش کړی او ويی ويل چې امريکا به خپل هغه کوشش ته دوام ورکړي چې د ايران له خوا د ذروی وسلو د ترلاسه کولو مخه ونيسی. بوش وويل چې ايران سولې ته واقعی ګواښ دی او نړيواله ټولنه بايد د امريکا په شان د ايران دغه ګواښ ته جدی پاملرنه وکړي.

که څه هم دواړه خواوې د ايران د ذروی مسئلې په اړه نژدی دريځ لری خو ترمنځ يی يو شمير توپيرونه هم شته. د اسرائيلو د استخباراتو څانګه پر دی ټينګار کوي چې د ايران د ذروی وسلو جوړولو پروژه لاتراوسه هم روانه ده خو د امريکا د استخباراتو څانګه په دی نظر ده چې

د ايران دغه پروژه ځنډول شوې ده. نو دواړه هيوادونه د ايران د ذروی مسئلې د حل وفصل لپاره د لانور سختو تدبيرونو نيولو په اړه نورې سلامشورې ته اړتيا لری.

د منځنی ختيځ سوله ايز بهير د دواړو خواوو په خبرو اترو کې يو بل مهم ټکی و. د تير کال په سپتمبر کې د امريکا په اناپوليس کې د منځنی ختيځ په سوله ايزه غونډه کې بوش وړانديز وکړ چې دواړه خواوې د روان کال په پای کې د سوله ايز تړون په اړه موافقې ته ورسيږی او ويی ويل چې اولميرت او عباس د دغه تاريخی جوړجاړی د ترسره کولو لپاره مناسب کسان دي. خو د اوسنيو حالاتو سره سم د بوش دغه وړانديز له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی.

نن ورځ په غزه کې د اسرائيلو او حماس ترمنځ شخړې سختيږی او د اردن سيند په لويديځه غاړه کې د يهوديانو د نويو استوګنځيو مرکزونو جوړښت د فلسطين د ناخوښی سبب شوی دی. د دې ترڅنګ د اسرائيلو لومړی وزير اولميرت په خپل هيواد کې له دې امله چې د امريکا له يو يهودي سوداګر نه د رشوت په منلو او اخيستلو کې تورن دی، د فساد له څيړنې سره مخامخ دی او سياسی ملګرو يی له ده څخه د استعفا غوښتنه هم کړې ده. دغه راز د فلسطين او اسرائيلو مشرانو په خپلو خبرو اترو کې دغه موخه نه ده تکرار کړې چې دواړه خواوې د روان کال په پای کې د يو سوله ايز تړون پر سر موافقې ته ورسيږی. د څيړونکو په اند امريکا ته به د اولميرت دغه سفر د منځنی ختيځ پر سوله ايز بهير لويه اغېزه ونه کړي يوازی په لنډمهالی توګه به پر اولميرت د فساد لګېدلو تورونو په اړه د اسرائيلو خبری رسنيو پاملرنه بلې خوا ته واړوی.

امريکا او اسرائيل د سوريې د مسئلې په اړه هم توپير لری. اسرائيل اوس له سوريې سره سوله ايزې خبرې اترې کوي خو امريکا دغه هيواد په منځنی ختيځ کې د ناأرامۍ يو عمده لامل ګڼی او غواړی په دغه سيمه کې سوريه يوازی پاتی شي. د څيړونکو په اند

د سوريې مسئلې په اړه د امريکا دريځ د منځنی خيتځ د سوله ايز بهير لپاره ګټور نه دی.

امريکا ته د اولميرت دغه ځل سفر په وروستۍ يوه مياشت کې له بوش سره دوهم ځل خبرې اترې وي تېرځل خبرې اترې په می کې کله چې بوش له اسرائيلو څخه ليدنه کوله او د دغه هيواد دجوړښت د شپېتمې کاليزې د يادونې په مراسمو کې يی ګډون کاوه، ترسره شوې. که څه هم دواړو خواوو د ايران مسئلې په اړه سخت دريځ څرګند کړی دی خو د منځنی خيتځ پر سوله ايز بهير د اغېزې اهميت د نورې پاملرنې وړ دی.