<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-05 16:15:37    
چيباو بازار (٢)

cri

بيا يو کس راسره ملګری شو او د زوړ بازار د ورانو کنډوالو نښې يې راته وښودې. په واقعيت کې د کوم دېوال نښه نه تر سترګو کېده، بلکې يوازې د ځمکې له سطحې په نيم متر يا ٧٥ سانتي متره لوړ کچه د خاورو ډېري ښکارېدل.

د سپوږمۍ غږ مې د خيال مارغه له افغانستان څخه بېرته راستون کړ، چې راته يې وويل : په څه فکرونو کې ډوب يې، راځه چې د سيوري په وسيله د چيباو لرغونې انځوريزه ننداره وګورو

د چيباو سيوري ننداره:

د چيباو سيوري ( انځوريزه ) نندارې ته په انګريزي Qibao Shadow Play وايي. دلته يو سړی د دېوال تر څنګ په يوه څوکۍ ته ورته جوړښت لوړ ولاړ وي. د ده تر څنګ يو جګ صندوق ته ورته جوړښت ايښي دی چې د صندوق تر مخ يوه اوږده څوکۍ ايښي، په دغه څوکۍ اته کسان کېناستی شي، چې د ځانګړيو سترګيو له لارې انځوريزه ننداره وګوري.

د صندوق سر پرانيستی دی او د يوه لرګي په وسيله څو انځورونه په صندوق کې راځوړند دی چې هر يو انځور له يوې تر دريو پورې صحنې انځوروي، د نندارو وړاندې کوونکی يو انځور په صندوق کې راکوز کړي، يو کړپ اواز وکړي او له دې سره نو بيا ننداره وړاندې کوونکی په لوړ غږ د انځورونو په اړه خبرې کوي، داسې لکه خپله چې انځور خبري کوي،نندارچيان صندوق ته دننه له هغو سوريو څخه ګوري چې د صندوق ته ورته جوړښت پر مخ د کامرې يا لروين د سترګې په بڼه جوړ شوي وي. د صندوق منځ تياره وي، خو د څراغونو په وسيله پر تصويرونو د رڼا وړانګې لوېږي چې نندارچيان يې ښه ليدلی شي، هغسې لکه د سينما په پرده.

چيباو ننداره تاريخي پېښې د تصويرونو له مخې نندارچيانو ته وړاندې کوي، له همدې امله د خلکو تر منځ ډېره مشهور ده. دغه ننداره د رنګينو انځورونو، موزيک او د ننداره وړاندې کوونکي له غږ سره غبرګه وړاندې کېږي چې دغه ټول د صحنې په وړاندې کولو کې خورا ښه احساسات او حالتونه جوړوي.