<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-05 16:35:54    
د ان هوی ولايت په مرکز هه فې ښار کې د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال له لومړۍ لېږدونکې لي نا سره يوه ځانګړې مرکه

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. مېرمن لي نا د مې په اته ويشتمه نېټه د ان هوی ولايت په مرکز هه فې ښار کې د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال لېږدونې فعاليت په بهير کې لومړۍ مشال لېږدونکې وه چې په ٢٠٠٠ کال کې يې د سيدني په اولمپيک لوبو کې په ډايف کولو کې يو طلايی ميډال تر لاسه کړ. د بېجينګ او اولمپيک پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو اورېدونکو ته د مېرمن لي نا په اړه معلومات وړاندې کړو.

اغلي لي نا له اته کلنۍ څخه د اوولسو کلونو لپاره د ډايف کولو تمرين کړی او په ٢٠٠٠ کال کې يې د سيدني په اولمپيک لوبو کې يو طلايی ميډال تر لاسه کړ. په ٢٠٠٦ کال کې د اولمپيک لوبو دغه طلايی ميډال تر لاسه کوونکې د سپورت په اړه د ټليويزيوني پروګرامونو يوه ويانده شوه. دا وايی:

( لومړی اواز)

زه په ٢٠٠٦ کال کې د اسيا سپورتي لوبو په ترڅ کې د چين مرکزي ټليويزيون له همکارانو سره يو ځای دوحا ته ولاړم او هلته مې د دايف کولو سيالۍ بيانولې. دغه راز ما له دې وروسته د يو لړ نړيوالو او کورنيو سياليو په ترڅ کې د ټليويزيوني پروګرامونو په جوړولو کې ګډون کړی دی. ځکه چې زه د دايفو کولو له پروګرام سره

ډېره مينه لرم او په دې اړه زيات معلومات لرم، نو دغه کار زما لپاره ډېر اسان دی.

اغلې لي نا پخوا د ډايف کولو پروګرام يوه لوبغاړې وه، خو اوس د يوې وياندې په توګه د دغه پروګرام سيالۍ بيانوي. دې د چين د دايفو کولو په ملي ډله کې هغو لوبغاړيو ته وړانديز وکړ چې د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې به ګډون وکړي. دې وويل

( دوهم اواز)

په ٢٠٠٠ کال کې ما ډېر پياوړی توان درلود، نو د مشرانو او ملګريو په أند ما بايد دوه طلايي ميډالونه تر لاسه کړي وی. خو ما يوازې يو طلايی ميډال تر لاسه کړ. نو ځکه زه غواړم ټولو لوبغاړيو ته ووايم چې بايد خپل رواني حال په ښه توګه وساتي.

اوس مهال اغلې لي نا د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال يو تن لېږدونکې ده. د دې په وينا، که څه هم کارونه يې په پر له پسې توګه بدلېږي، خو د اولمپيک لوبو په اړه يې خپل خوب هېڅکله نه دی بدل کړی. اغلې لي نا وويل

( درېيم اواز)

ما فکر وکړ چې زما خوب د اولمپيک لوبو د يو طلايي ميډال له تر لاسه کولو وروسته تر سره شوی دی، خو اوس د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال د يوې لېږدونکې په توګه زما پر غاړه دندې او وظيفې بدلې شوې چې زه بايد نه يوازې سپيڅلی مشال ولېږدوم، بلکې د ون چوان ولسوالۍ له سختې زلزلې وروسته بايد د چيني ملت ستره روحيه پراخه کړم. زه باور لرم چې موږ چينايان د بېلا بېلو ستونزو په ليری کولو سره په بريالۍ توګه د بېجينګ اولمپيک لوبې تر سره کړو.

د اغلې لي نا په شمول يو شمېر لوبغاړي به د مې په اته ويشتمه نېټه په هه فې

ښار کې د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال لېږدونې وروسته د سه چوان ولايت زلزله ځپلو سيمو ته ولاړ شي او د زلزله ځپلو ماشومانو حال احوال به له نژدې وګوري. اغلې لي نا هيله څرګنده کړه چې په تېرو څو کلونو کې د يوې لوبغاړې په توګه د اړوندو تجربو په کارولو سره له زلزله ځپلو ماشومانو سره مرسته وکړي. دې زياته کړه

( څلورم اواز)

زما په شمول يو شمېر لوبغاړي به د روانې مياشتې په نهه ويشتمه نېټه د سه چوان ولايت ميان يانګ ښار ته ولاړ شي او له زلزله ځپلو ماشومانو سره به وګوري. موږ به دوی ته د رواني روغتيا په اړه معلومات ورکړو او له دوی سره به خبرې اترې وکړو.

ګرانو او محترمو اورېدونکو، د بېجينګ او اولمپيک پروګرام ننني کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. هر چېری چې وې، روغ او خوشحاله اوسئ!