د سن هوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان په بلوچستان ولايت کې د اوسپنيزې لارې يوه برخه د چاودنې له امله ويجاړه شوې چې له امله يې په کوټې له ښار سره د اوسپنيزې لارې ترانسپورتي چاری پری شوی او په پېښه کې دوه تنه ماشومان مړه شوي دي.
د پاکستان ټلويزيون خبر ورکړ د همدې ورځې په سهار څو تنه وګړيو کوټی ښار ته په نژدی سيمه کې يوه اوسپنيزه لار ويجاړ کړه او دوه تنه ماشومان چې هغه مهال يې پر اوسپنيزه لاره لوبی کولې مړه شوي دي.
تر اوسه هيڅ ډلې او يا خوا د دغې چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.