<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-05 19:40:11    
چين به په ريښتنې توګه پر مصيبت ځپلو وګړيو مرستندويه پيسې او مالونه وويشي

cri

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جون په څلورمه نېټه په يوه خبري ناسته کې د سه چوان له سختې زلزلې وروسته له چين سره د نړيوالو مرستو حالات څرګند کړ. د چين چارواکيو په غونډه کې وويل چين به په ريښتنې توګه پر مصيبت ځپلو وګړيو د چين له دننه او بهر څخه د مرستندويه پيسو او مالونو وېش تامين کړي. دغه راز چين د مصيبت ځپلو سيمو له بيا رغونې سره د نړيوالو ټولنو د مرستو هر کلی کوي.

د چين د ملکي چارو وزارت د ناورينونو د ژغورنې چارو د څانګې مشر وانګ جن ياو په غونډه کې وويل د جون د څلورمې نېټې د غرمې تر دوولسو بجو پورې د چين په دننه او بهر کې د بسپنو او مرستندويه توکيو عمومي ارزښت له دری څلويښت مليارډ او شپږ سوه مليونه يوانو څخه اوښتی دی چې د نړيوالې ټولنې له خوا د مرستندويه پيسو او مالونو ارزښت له څلور مليارډ او اوه سوه مليونه يوانو څخه زيات دي. ښاغلي وانګ ژمنه وکړه چې چين به په ريښتنې توګه پر مصيبت ځپلو وګړيو د دغو پيسو او مالونو د وېش لپاره کوښښ وکړي.

ښاغلي وانګ جن ياو وويل د چين د ملکي چارو وزارت د ټولو مرستندويه پيسو او مالونو د ادارې د پياوړتيا په وړاندې د مرستندويه توکيو او پيسو د ادارې او لګولو تګلاره او جدي بهير جوړ کړي چې دغه پيسی او مالونه په راڼه سرخلاصه او عادلانه توګه ويشل شي. نوموړي زياته کړه دغه وزارت غواړي د بسپنه

ورکوونکو په استازيتوب د دغو پيسو او مالونو د وېشلو کارونو څارنه او پلټنه وکړي. ده وويل ( اواز١)

که له چين څخه د نورو هېوادونو او د چين د بېلا بېلو ملکي سازمانونو په ګډون ټول بسپنه ورکوونکی غواړي د مرستندويه مالونو او پيسو د وېشلو کارونو څارنه او پلټنه وکړي، موږ به په فعاله توګه ور سره همکاري وکړو. موږ هيله لرو چې دوی د بسپنو له وېشلو څخه خوښ وي.

ښاغلي وانګ څرګنده کړه که بسپنه ورکوونکی پيسو او مالونو په هکله څرګند نيت لري، اړوندی خواوی به د دوی دغو هيلو ته درناوی وکړي. که بسپنه ورکوونکی ځانګړی هيله نه لري، مرستندويه پيسی او مالونه به د مصيبت ځپلو سيمو د بيارغونې په کارونو کې وکارول شي. نوموړي وويل د چين د ملکي چارو څانګې به په دغه ساحه کې لا ښه خدمتونه برابر کړي چې لا زياتې څانګې په بسپنه ورکولو کې ګډون وکړي او بسپنه ورکوونکی د مرستندويه مالونو او پيسو له کارولو څخه خوښ وي.

د چين د سوداګرۍ وزارت د نړيوالو چارو د څانګې مشر جانګ که نينګ په همدې ورځ په دغه خبري ناسته کې وويل د چين کورنيو او بهرنيو خواوو د سه چوان د سختې زلزلې د ژغورنې په کارونو کې د نړيوالو مرستو د تر لاسه کولو په بهير کې د چين د سرخلاصو، روڼو او فعالو عملياتو او رويې لوړه ستاينه وکړه. چين به د مصيبت ځپلو سيمو د بيا رغونې په راتلونکو کارونو کې دغې رويې ته دوام ورکړي او د مصيبت ځپلو سيمو له اړتياوو سره سم به د نړيوالې ټولنې د مرستې هر کلی وکړي. هغه څرګنده کړه چين به په وخت د مصيبت ځپلو سيمو د بيا رغونې او مرستو ته د اړتياوو حالات نړيوالې ټولنې ته وړاندې کړي. ده وويل ( اواز٢)

د بېلګې په توګه، په راتلونکې کې به دوه اړخيز او څواړخيز نړيوال مرستندويه سازمانونه چې له چين سره د همکارۍ اړيکې لري لومړی بايد د روغتونونو، ښوونځيو، د خيت تاسيساتو، د عامو تاسيساتو د بيا جوړولو او د چاپېريال د ساتنې په ګډون ساحې زياتې په نظر کې ونيسي. موږ هيله لرو چې دغه مرستې به په پوره توګه د بيارغونې په راتلونکو کارونو کې ولګول شي چې د مصيبت ځپلو سيمو د ښوونې او طب په ګډون د يو شمير ساحو بيا جوړولو ته خدمت وکړي.

پر بسپنو او مرستندويه توکيو سره بېره زياتو هېوادونو مصيبت ځپلو سيمو ته خپلې طبي ډلې ليږلی دی. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند چين ګانګ په يوه مطبوعاتی غونډه کې وويل چين له دغو هېوادونو څخه مننه کوي او هيله لري چې د ناورينونو د مخنيوي او ژغورنې په ساحو کې له نورو هېوادونو سره همکاري وکړي.