<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-05 21:20:50    
د شيبو قوم د سامن موسيقی

cri
ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوم. د چين د شينجيانګ د اويغوری قوم خپلواکه سيمه يوه ښکلی سيمه ده . په دغه پراخه سيمه کې د ملی لږکيو ګڼ شمير وګړي ژوند کوي. د ملی لږکيو وګړي په سندرې ويلو او نڅا کولو کې لوی لاس لری او هر قوم خپله ځانګړې موسيقی هم لری. د پروګرام په نننې کړۍ کې به د شيبو قوم د سامن موسيقۍ په اړه تاسوته څه معلومات وړاندی کړو.

سامن دغه کلمه د چين د جنوبی سيمې سونګ د سلسلې په تاريخی موده کې رامنځته شوې او د کوډګر معنی لری.د سامن مذهب په تاريخی زمانه کې د چين په شمال د خلکو يوه دوديزه عقيده وه. ويل شوی چې د شيبو قوم د وګړو نيکه ګانو په سپاړسمه پيړۍ کې د سامن مذهب منلی و. خلکو دا نظر درلود چې سامنان د رب استازی دي چې نه يوازی شيطان بلکې ناروغی هم ليری کولی شی. د شينجيانګ د اويغوری قوم په خپلواکه سيمه کې د شيبو وګړو په منځ کې د سامن مذهب پراخه اغېزه شته . کله چې سامنان د ناروغی ليری کولو لپاره مراسم ترسره کول، سندرې به يی ويلې. دغه سندرې سامن موسيقی نومېږي چې د تاريخی کلتور ژوندی بېلګه ګڼل کيږی.

(موسيقی)

د شينجيانګ د اويغوری قوم د خپلواکې سيمې د مشهورو سندرغاړو ټولنې مرستيال تونګ جي شنګ وويل:

د سامنانو له خوا په ځينو مذهبی مراسمو او فلکلوری چارو کې د بشر دوديز معنوی او کلتوری شکلونه او د روحيې تاريخی بڼې شاملې دي. دا د بېلګې په توګه

د سامن موسيقی يوه مهمه برخه ده. له هنري پلوه سامن موسيقی د سندرو، نڅا او مسيقۍ يو ګډ هنری شکل دی چې د مذهب، فولکلوری دودونو او هنر يوه ټولنه ګڼل کيږی.

د سامن موسيقی څه دپاسه دوه سوه کاله مخکې د شينجيانګ په زابوزار سيمه کې خپره شوې او تر اوسه د شيبو قوم د وګړيو له خوا ويل کيږی. د شيبو قوم د فولکلوری چارو او کلتور پوه ښاغلی تونګ جيا چينګ فو وويل :

سامنان په حقيقت کې نڅاکوونکی، سندرغاړی او موسيقی غږوونکی دی. د شينجيانګ د شيبو قوم د وګړوپه منځ کې د سامنانو ځينی پخوانی مراسم ساتل شوي او د بېلګې په توګه د چړو پر زينه ختل، رب ته د احترام کولو نڅا ، د سامن سندرې يا موسيقی او داسی نور. داسی چارې د سامن کلتور د څيړنې لپاره شتمنې سرچينې برابروی.

د سامن موسيقی غنی ملی ځانګړتيا لری. د موسيقۍ ډول په سامن موسيقۍ کې مهم رول لوبوی. ډول په سامن موسيقی کې نه يوازی د موسيقۍ يو ډول اله ده بلکې د بشر او رب ترمنځ د خبرو اترو يوه مقدسه وسيله هم ده.

(موسيقی)

د ای لي سيمې د زابوزار ولسوالی د شيبو قوم د سندرو او نڅاو په ډله کې يو هنرمند ښاغلی هوګوان چينګ نوميږی چې د سامن سندرو او نڅا په ساحه کې ډير شهرت لری. کله چې هغه د سامن هنر وړاندی کوي، د يو رښتيني سامن په شان مذهبی چارې ترسره کوي. هغه په دې اړه وويل:

سامنيان رب ته د احترام کولو په مراسمو کې بايد مقدسې خولۍ په سر کړي، پر سينه د يوې هندارې سينګار وکړي ، پر ملا يو وړوکی زنګ وتړي، په کيڼ لاس

کې يو ډول او په ښی لاس کې د ډول مترکه ونيسی. سامانيان د ډول وهلو پروخت ځانګړې سندرې هم وايی. نو د زړه ګرمی يی سختيږی او ټوله انرژی کاروي .

ګرانو دوستانو! د شين جيانګ د اويغوری قوم په خپلواکه سيمه کې د شيبو قوم د سامن موسيقی د دغه ملی لږکي د کلتور د څيړنې لپاره ډېر اهميت لری نو دغه موسيقی بايد په ښه شان سره وساتل شی. اوس د سامن موسيقی د ښاغلی هوګوانګ چينګ په شان د ځوانانو له خوا کارول کيږی او پرمختګ ورکول کيږی. دغه عنعنوی هنر په يوې نوی بڼې سره ځليږی.

ګرانو دوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. هرچېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ !