د سين هوااژانس د خبر له مخې: د افغانستان د کورنيو چارو وزارت اړوند چارواکي د جون په پنځمه نېټه وويل په همدې ورځ له غرمې وروسته د دغه هېواد په لويديځ نيمروز ولايت کې د سړکونو جوړونې پر يو هندی شرکت په وړاندی يوه ځان مرګې چاودنه وشوه چې له امله يې يو هندی امنيت ساتونکی ووژل او څلور تنه نور هندي امنيت ساتونکي او يو افغان پوليس ټپيان شول.
طالبانو دغې پيښې پړه پر غاړه واخيسته. هندی شرکتونه د افغانستان په لويديځ کې د سړکونو په جوړولو کې کار کوي او له دې مخکې هم طالبانو په دغه سيمه کې څو څو ځله د سړکونو جوړونې شرکتونو پر کارکوونکيو بريدونه کړي دي.