لنډه موده مخکې د پنځو ګوليو په نامه يو فلم چې د مشهور فلم جوړونکی شياو فېنګ له خوا جوړ شوی، په بېجينګ کې د لومړی ځل لپاره نندارې ته وړاندې شو. د فلم کارپوهان د دغه فلم لوړه ستاينه کوي، د دوی په أند دغه فلم په چين کې د هوليوود يو لوی فلم ګڼل کېږي.
شياو فېنګ د اته ويشت کلونو لپاره د فلم په اړه کارونه کړي او ډېرې جايزې يې تر سلاه کړي دي. د پښ په وسيله د خبرو کولو په نامه يو فلم چې په ١٩٩٢ کال کې د شياو فېنګ له خوا جوړ شوی، د چين ماشومانو د فلمونو تر ټلولو لوړه جايزه يعنی د تونګ نيو جايزه تر لاسه کړه. زما پلار ته د يو شتوری ورکولو په نامه هغه فلم چې په ١٩٩٣ کال کې د شياو فېنګ له خوا ليکل او جوړ شوی، د چين د فلم ټولنې جايزه تر لاسه کړې ده. په ١٩٩٥ کال کې يې د سون ون سفر په نامه يو فلم جوړ کړ او د چين د جين جي، هوا بياو او تونګ نيو دری جايزې يې تر لاسه کړې. د سګيټ ډلې په نامه هغه فلم چې په ١٩٩٦ کال کې د ده له خوا ليکل شوی او جوړ شوی، د سکيټ ډلې په نامه هغه فلم چې په ١٩٩٦ کال کې د ده له خوا ليکل او جوړ شوی،د چين د هوا بياو او تونګ نيو جايزې تر لاسه کړې. بر سېره پردی، د ده له خوا جوړو شويو فلمونو په ١٩٩٧ کال، ١٩٩٨ کال او ٢٠٠٢ کال کې هم ډېرې لويې جايزې تر لاسه کړې. شياو فېنګ د دغو ډېرو جايزو په پرتله د نندارچيانو غبرګونونو ته په درنه سترګه ګوري.
هغه وويل زما په أند ډېرو زياتو نندارچيانو ته د فلم وړاندی کو ل تر ټولو مهم کار
دی. خو دا يو اسان کار نه دی.
شياو فېنګ د نانجينګ هنري پوهنځی د غوړينې انځور ګرۍ له څانګې څخه فارغ شوی دی. له فراغت وروسته يې د فلم جوړولو په يوه فابريکه کې کار وکړ. کله چې هغه د تلويزيوني ډرامې د جوړلو يو فرصت وموند، د پنځه سوه او اتيا انځورونو له لارې يې يوه کيسه څرګنده کړه. شياو فېنګ له فلمونو سره ډېره مينه لري او د فلم جوړلو په ترڅ کې د عکسونو او انځورونو ترمنځ همغږۍ ته ډېر پام کوي. نو د ده له خوا جوړ شوی فلمونه ځانګړتياوې لري. دغه فلمونه په عمده توګه د وګړيو د عام ژوند پر بنسټ جوړ شوی او د ټولنيز مسئوليت په اړه د هنرمند پياوړی احساس ترې څرګندېږي.
د فلم جوړونکی کسب د غوره کولو دليل د يادونې په ترڅ کې شياو فېنګ وويل زه له داب سره مينه لرم او ډېر شعرونه مې هم ليکلي دي. خو زه غواړم چې د خوځينده عکسونو له لارې خپل فکرونه څرګند کړم. ځکه يو فلم شپږ سوه عکسونه او انځورونه لري او له دغو شپږ سوه عکسونو څخه ډېر فکرونه څرګندېږي.