<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-06 17:36:12    
شپږ لسيزې ژوند په چين کې

cri

دچين د نړيوالې راډيو خوږو او قدرمنو اورېدونکيو په نېکو هيلو او سلامونو مو ستايم ، خوښ يم يم چې نن يو ځل بيا د بهرنيان په چين کې پروګرام يوه بله کړۍ تاسو ته وړاندې کوم ، خدای وکړی چې د خپرونې تر پايه راسره پاتې شئ او د راټولو شويو توکيو څخه يو څه خوند واخلئ ،درنو دوستانو په تېره اونۍ کې مې د يو بهرني په اړه چې شېپور نوميږي، او په ١٩٤٧ کال کې د چين شانګهای ښار ته راغلی و ، يو څه معلومات درکړل ، او تاسو واورېدل چې شېپور بيا له فونېکس سره چې يوه چيني ليکونکې او لوبغاړې وه واده وکړ ،او بيا وروسته يې په ګډه د چين د کمونست ګوند په ګټه ځينې پټ او تر ځمکې لاندې کارونه ترسره کول .

درنو اورېدونکيو شېپور له فونېکس سره يو ځای هغو کسانو ته چې د کوميندانګ ګوند په تور لست کې شامل ، او يا هم د هغوی تر څارنې او تعقيب لاندې و په امن ځايونو کې پناه ورکوله ، شېپور وايي هغه يو خطرناک کار و ، د کوميندانګ ګوند غړيو هومره ښه چلند نه کاوه ،هغوي د خپل انقلاب لپاره حتی د کوم بهرني خيال او پروا هم نه ساتله .

هغه زياتوي کله چې د فونېکس پټ کارونه لږ څه څرګند او افشا شول او دا وېره وه چې ښايي د کوميندانګ ګوند د غړو لخوا به نيول شي نو موږ وغوښتل چې په بشپړه توګه شانګهای پرېږدو او د يونان ولايت ته ولاړ شو ، خو موږ پکې پاتې راغلو .او د کمونست ګوند د اړوندو چارو د چارواکو په مشوره موږ په پټه توګه پيپينګ يا بيجينګ ته راغلو ، او کله چې ښار أزاد شو نو دواړه په ګډه د نددې ترسره کولو لپاره تلل .فونېکس د تياتر لپاره ليکنې کولې او شېپور د چنيي ادبياتو په ژباړه بوخت شو .

هغه مهال فونېکس له شېپور سره له بېلابېلو لارو پراخې مرستې وکړې ، د بېلګې په ډول شېپور په خپلو يادښتونو کې ليکلي : فونېکس ما ته تر يوې مېرمنې ډېره نور څه هم وه ، هغه د چين د يوې بشپړې برخې په توګه وه ، زما او چين تر منځ يې د يوې بهېدونکې ويالې رول درلوده . د خلکو ، هېواد او ټولنې يوه ښه بېلګه وه .

د شېپور د کارکړنو يوه ښه بېلګه په هغه کتاب کې شوې چې مخکې يې ليکلې وه او بيا په تېره لسيزه کې يې ژباړه هم له چاپه راووته .

شېپور هغه وخت ور په يادوي چې ده د چيني کلتور مجلې چې هغه مهال هم په انګليسي ژبې خپرېده او د بهرنيو ژبو څانګې د کتابونو لپاره ، خپله دنده او د تخصص چارې دواړه يو ځای وقف کړل . د هغه د ليکنو په کتار کې يو هلک او نجلۍ ، او يوه هغه کيسه يا ناول چې نوم يې د جاپانيانو په وړاندې د چينايي جنګياليو مبارزه ، د مينګ د سترې کورنۍ او ځينې داسې نور کتابونه وليکل چې د بهرنيو لوستونکيو د ډېر پاملرنې وړ وګرځېدل .

شېپور د کولتوري انقلاب په موده کې (١٩٦٦-١٩٧٦) هغه د ژباړې يو دروند کار ترسره کړ چې هغه د يو وتلي اثر يعنې د ياغيانو ځمکې تر نامه لاندې کتاب وژباړه . چې د نوموړي دغه اثر هم د بيجينګ له ادارې او هم د لوستونکيو لخوا زياتې ستاينې تر لاسه کړې .

شېپور زياتوي ژباړه زما دنده او هم زما وقار او درنښت دی ، دا کار ما ته اجازه راکوي چې زده کړه وکړم ،د تاريخ په شاخوا راو څرخم ، له ډېرو ځايونو څخه ليدنې وکړم او له زياتو کسانو سره وګورم ،او هغه څه چې د هغوی په ژوند کې تېر شوی وا يې ورم . چې دا ما ته رنګين او بېلابيل ژوند را ښيي .

له ښاغلی شېپور څخه پوښتنه وشوه چې د خپل ډېر ارښتناک کتاب د ليکلو په موده کې فونېکس هم مرسته ورسره کوله که نه ؟ نو په ځواب کې وويل چې ډېره زياته ، هغې د فيوډالي نظام په بهير کې زده کړې کړې وې ،پخوا د چين خلکو بيلابېلې مفکورې درلودې . د هغوی سمې او ناسمې نظريې او عقيدې د اوس وخت له عقيدو او نظريو سره نشي پرتله کېدای .

شېپور په ١٩٧٩ کال کې خپله لومړنۍ ليکلې نسخه خپره کړه ، چې پکې د هغه خاطرې ، يو امريکايي په چين کې، نړۍ ته نوی چين ورپيږندنه او ځينې نورې نړیوالې مسئلې شاملې وې ، چې په امريکا کې يې هم چاپ کړه . دغه ليکنه په نوي عصر کې له چين څخه بهر له لومړنيو ليکنو څخه وه چې له ښه هرکلي سره مخامخ شوه .شېپور هيڅکله هم خپلې ليکنې ندي بندې کړي ، په ١٩٨٢ کال تر تقاعد وروسته يې د دينګ رونګ په بلنه ځينې ليکنې وکړې چې له هغې ډلې څخه ډينګ شياو پينګ او کولتوري انقلاب او دغه راز يوه نجلۍ بحراني او خطرناک کلونه ور په يادوي اثرونه يادولای شو .

هغه دغه راز د پخوانی چين او يهوديت تر نامه لاندې يوه بله رساله ليکلې ، چې د چيني پوهانو لخوا لوستل کيده ، دغه رساله د شېپور لخوا په عبراني ژبه په اسراييلو کې چاپ شوه .کله چې په ١٩٨٤ کال کې د لومړی ځل لپاره انګليسي خپرونو پيل وکړ ، هغه وخت د اسراييلو او چين تر منځ ديپلوماتيکي اړيکي نه وې ټينګې شوې ، خو فونېکس او شېپور لومړني چينايان و چې د اسراييلو لخوا هلته وروبلل شول .

شېپور په ١٩٦٣ کال کې د جاو اينلای له موافقې سره سم چيني تابيعيت ترلاسه کړ،چې ښاغلی جاو بيا په ١٩٨٢ کال کې د چين لومړی وزير هم شو .

شېپور وايي زما خوښيږي چې تل بوخت واوسم ، هره ورځ له بلې سره توپير کوي ، که چېرې زه په کور کې ميلمانه ونلرم ، نو ځينې بيانيې ليکم، غونډې جوړوم ، مرکې کوم ، ليکنې کوم او يا هم له کور څخه د سفر په تکل وځم . تل هڅه کوم چې تر خپلې وسې پورې خوځنده او فعال واوسم ، او تر خپلې وسې پورې د چين او نړۍ د خلکو لپاره د خدمت جوګه شم .

د بهرنيان په چين کې پروګرام محترمو اورېدونکيو ددغه پروګرام د نن ورځې وخت پای ته په رسېدو کې دی نو پدې سره خپل کوربه ما خوشحال تايب ته اجازه راکړئ ، د بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو په پاک او مهربانه خدای سپارم .