ګرانو اورېدونکو، د می په ٢٦ نېټه د المان په پلازمېنه برلين کې د چين کلتوري مرکز په رسمي توګه پرانيستل شو. دغه مرکز په اروپا کې له پاريس او مالتا وروسته درېيم کلتوري مرکز دی چې په چيني کلتور د پوهېدو لپاره اروپايی وګړيو ته يوه نوی لار وښي.
د چين د کلتوري چارو وزارت مرستيال چن شياو ګوانګ وويل په برلين کې د چين کلتوري مرکز پرانيستل د چين او المان ترمنځ د کلتوري تبادلې او همکاری لپاره ډېر ګټور دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل پوهاوي لپاره يو نوی پل وګرځي.
د چين او المان حکومتونو په ٢٠٠٢ کال کې د يو موافقه ليک په لاسليک کولو سره پريکړه وکړه چې په متقابلو هېوادونو کې خپل کلتوري مرکزونه جوړ کړي. د چين د دولت رئيس هو جين تاو او د المان پخوانی صدراعظم ګرهارد شرويدر په ٢٠٠٥ کال کې په ګډه په برلين کې د چين کلتوري مرکز د أبادۍ په مراسمو کې ګډون درلود چې ٣ کلونو وروسته به پرانيستل شي. د چين کلتوري مرکز د برلين ښار په مرکز کې پروت دی او پراخوالی يې ٢ زره او ٨ سوه مربع کيلو مترو ته رسېدلی دی. دغه مرکز ٦ پوړونه لري چې په کې د کتابتون او د نندارو او لوستلو کوټې شته. ددغه مرکز له پرانيستلو وروسته به يو لړ نندارتونه او کلتوري ننداری جوړ شي چې المانيان به په مستقيمه توګه د چيني ژبې، کلتور، تاريخ او د ټولنيز پرمختګ په اړه معلومات تر لاسه کړي.
په ١٩٧٢ کال کې د چين او المان ترمنځ د سياسي اړيکيو له جوړېدو راهيسی دواړه هېوادونه د کلتور په ګډون په بېلا بېلو برخو کې ښه همکاری او تګ را تګ ساتي.
د تېر کال له اګست څخه د المان او چين د ګډو عملياتو په نامه ٣ کلن فعاليت د چين د نان جينګ ، چونګ چينګ او ګوانګ جو په ګډون په ٦ ښارونو کې تر سره شوی .تر اوسه پوری د المان او چين څه د پاسه ٤٠٠ پوهنتونونو ترمنځ د همکاری اړيکي ټينګې شوي او په المان کې د چيني زده کوونکو شمېر د نورو هېوادونو په پرتله ډېر زيات دی چې څه دپاسه ٢٧ زره تنو ته رسېدلی دی.
په المان کې د چين شارژ دافير جاو بين وويل د دواړو هېوادونو ترمنځ کلتوري تبادله ورځ په ورځ پياوړی کېږي، په برلين کې د چين کلتوري مرکز چين او المان او د دواړو هېوادونو وګړي د کلتوري فعاليتونو لپاره اسانتياوی برابروي.