د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د ملکي چارو وزارت يو چارواکي د جون په شپږمه نېټه په بېجينګ کې وويل د روانې مياشتې تر پنځمې نېټې پورې د سه چوان د سختې زلزلې له امله څه باندی زره تنه ماشومان يتميان شوی دی چې په کې د يو شمير ماشومانو هويت هم نه دی معلوم شوی.
د دغه وزارت د خيريه چارو څانګې مرستيال جانګ شه فنګ په همدې ورځ په خبري ناسته کې وويل دغه وزارت د دغو يتيمانو د هويت د پيژندلو او له يتيمانو سره د مرستې لپاره کوښښ کوي. اوس د وګړيو له خوا د يتميانو د منلو کارونه لاندي پيل نه شوي.