<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-06 19:10:35    
د ايران د ذروی پلان په هکله د اټومی انرژۍ د نړيوالې اېجنسۍ راپور خپور شو

cri

د اتومی انرژۍ د نړيوالې اېجنسې شورا غونډه اوس په ويانا کې روانه ده،د دغې اېجنسۍ عمومی مدير محمد البرادعی په دغه راپور کې ويلي دا چې د ايران ذروی پلان پوځي موخې لری که نه لاهم د دغې اېجنسۍ د پاملرنې وړ مسئله ده.د دغې مسئلې د ښکارولو لپاره ايران د خپلو زياتو څرګندونو او د پوره شواهدو برابرولو ته اړتيا لري.د څېړونکيو په أند د دغه راپور له امله به د ايران د ذروی مسئلې په هکله د نوي پړاو مسئله رامنځته شی.

ښاغلی برادعی په دغه راپور کې دا منلی چې د اټومی انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ په وروستيو ورځو کې د ايران په ذروی مسئله کې هېڅ پرمختګ نه دی تر لاسه کړی او له ايران څخه يی غوښتنه وکړه چې لازمې څرګندونې او پوره شواهد برابر کړي په تېره بيا د توغنديو د ليږدونکيو تکنالوژۍ د څېړنې او د يورانيمو په اړه د تجهيزاتو د ديزاين او جوړولو او د چاوديدونکيو موادو د ازموينې په هکله خپلې څرګندونې وړاندی کړي.هغه دی ته اشاره وکړه چه په تېرو دريو مياشتو کې د ايران د يورانيمو د غنی کولو په هکله د نطنز په أډه کې د سنترفيوجونو شمېر له دری زرو څخه تر ٣زره او پنځه سوو پورې رسيدلی دی .

په دغه راپور کې هغه معلومات هم شامل شوی چې ايران غواړي پټ يې کړي، نو دغه راپور د امريکا په شمول د لويديځو هېوادونو له خوا پر ايران باندی د نويو فشارونو لګولو لپاره ښه پلمه برابره کړې ده. په دغې اېجنسۍ کې د امريکا استازی ګريګوري سچولت د جون په ٥ نېټه پردی نيوکه وکړه چې ايران د دغې اېجنسۍ اړوندو مسئلو

ته ځواب نه دی ور کړی.د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت هم وويل د ايران د ذروی پلان په هکله د نړيوالې ټولنې انديښنه منل شوې او له ايران څخه يی غوښتنه وکړه چې ايران د خبرو اترو د تر سره کولو لپاره د يورانيمو غنی کولو له عملياتو څخه لاس واخلي.د المان د شپيګيل مجلې وويل د مهمو ذروی معلوماتو د پټولو له امله پر ايران د دغې اېجنسۍ د لوړ پوړي چارواکيو له خوا نيوکه شوی ده.

د دغې نيوکې په وړاندی ايران کلکه رويه څرګنده کړه. د ايران ولسمشر احمدی نژاد د جون په ٣ نېټه په ټينګار سره وويل د ايران ذروی پلان پوره څرګند او سوله ايز دی .جورج بوش يوازی پرايران باندی د خپلوپوځی بريدونو لپاره پلمه غواړي ، خو ايران د امريکا له ګواښ څخه نه ويريږي.د ايران د لوړ پوړي روحانی مشر ايت الله علی خامنه يې د لمانځنې په فعاليت کې وويل د ايران د پټو ذروی وسلو پلان په اړه خبره په پوره توګه يو دروغ دی ، ذروی تکنالوژی بايد د سولې په موخه وکارول شی.

د څېړونکيو په أند د دغه راپور له خپرېدو وروسته به د ايران د ذروی مسئلې په هکله د دغه هېواد او اړوندو هېوادونو ترمنځ ديپلوماتيکې سيالې لاهم زياتې شی.يوه خوا نړيوالې ټولنې پر ايران د فشارونو لګولو او هڅونې دوه ګونی تګلاره پلی کړی او کوي يی .د دغې تګلارې د پلی کولو له امله د امريکا په شمول د ځينو هېوادونو په کوششونو سره د م م د امنيت شورا پر ايران باندی دری ځله بنديزونه لګولی دي. بله خوا ايران تل له دغې اېجنسۍ سره همکاری د ذروی تکنالوژۍ د پرمختګ د يو پلمې په توګه ټاکي. که څه هم د دغه راپور له امله ايران له لازياتو فشارونو سره مخامخ دی خو د ايران هغه تګلاره لاهم نه بدليږي چې له دغې اېجنسۍ سره د همکارۍ ترڅنګ د يورانيومو له غنی کولو څخه لاس نه اخلي.