د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس هو جين تاو د جون په شپږمه نېټه شپه د سعودي عربستان له پاچا عبدال الله بن عبدالعزيز سره تيلفوني خبرې اترې وکړې.
رئيس هو جين تاو څرګنده کړه چې پاچا عبدالله د چين د سه چوان ولايت د ون چوان ولسوالۍ له سختې زلزلې وروسته د تيلفون له لارې د چين له حکومت او خلکو سره خپله خواخوږي او همدردي څرګنده کړه او سمدلاسه يې زلزله ځپلو سيمو ته مرستې برابرې کړې. نو ځکه زه د چين د حکومت او وګړيو په تېره بيا د زلزله ځپلو وګړيو په استازيتوب له پاچا عبدالله سره د خبرو له لارې د سعودي عربستان له حکومت او خلکو څخه مننه څرګندوم.
پاچا عبدالله وويل د سعودي عربستان وګړي له چينايانو سره ژوره دوستي او هغوي ته زيات درناوی لري او د چين له زلزله ځپلو سيمو سره د سعودي عربستان مرسته او ملاتړ د دواړو هېوادونو د وګړيو ترمنځ د ټينګې دوستۍ پر بنسټ دی. ده هيله څرګنده کړه چې د چين حکومت او وګړي ژر تر ژره خپل کورونه بيا اباد کړي.