د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې په نان نينګ ښار کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو مشال ليږدونې فعاليت د جون په اوومه نېټه پای ته ورسيد.
په نان نينګ ښار کې د دغه فعاليت عمومی اوږدوالی پنځلس کيلومتره و چې د قومې لارې او د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو د ټولنې د سوداګريزې سيمې په ګډون له يو شمير مشهورو ځايونو او ودانيو څخه په تېريدو سره د نړيوالې غونډې له مرکز سره پای ته ورسيد. په همدې ورځ دوه سوه او اته تنه ليږدونکو په دغه فعاليت کې ګډون وکړ.