د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جون د اوومې نېټې له غرمې وروسته د زلزلې ژغورنې د عمومي قوماندانۍ په استازيتوب خبر ورکړ چې د اوومې نېټې تر دوولسو بجو پورې د سه چوان ولايت د ون چوان ولسوالۍ په سخته زلزله کې نهه شپېته زره او يو سل او څلور دېرش تنه مړه شوي، درې سوه او څلور اويا زره او يو شپېته تنه نور ټپيان شوي، اوولس زره او شپږ سوه او يو اتيا تنه لا تر اوسه ورک دي او شپږ څلويښت مليون او يو سل او شپېته زره تنو ته زيانونه رسېدلي دي.
د هېواد دننه او بهر د بسپنې مالونو او نغدو پيسو عمومي ارزښت د روانې مياشتې تر دوولسو بجو پورې درې څلويښت مليارډ او درې سوه او نوي مليون يوانو ته رسېدلی چې ديارلس مليارډ او پنځه سوه مليون يوانه يې زلزله ځپلو سيمو ته ورکړی شوي دي.