د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د امريکا ولسمشر جورج بوش د جون په شپږمه نېټه د ون چوان ولسوالۍ په سختو زلزله ځپلو سيمو کې د ژغورنې په بهير کې د چين د اغېزناکو تدبيرونو لوړه ستاينه وکړه او د چين د ژغورنې کارونو د پرمختګ له امله يې خوښی څرګنده کړه.
بوش په همدې ورځ په واشنګټن کې د امريکا د خيريه سازمانونو، تصديو او غير حکومتي سازمانونو له خوا د چين له زلزله ځپلو سيمو سره د دايمې مرستې او د بيا رغونې اړتياوو د پوره کولو په اړه د ارزونې غونډه کې وويل د ون چوان ولسوالۍ زلزله يو ډير سخت ناورين ګڼل کېږي. د چين حکومت په زلزله ځپلو سيمو کې د ژغورنې په کارونو کې ځواکمنه لارښوونه وکړې ده. هغه زياته کړه چې امريکايان د خپلوانو په شان مصيبت ځپلو وګړيو ته پاملرنه کوي.
د امريکا د سره صليب ټولنې په غونډه کې اعلان وکړ چې دغه ټولنه به يو ځل بيا د چين مصيبت ځپلو سيمو ته د لس مليون امريکايې ډالرو په ارزښت بسپنه ورکړي.