<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-07 19:40:55    
مونږ او اوريدونکی

cri

عمران – سلامونه درنو اورېدونكيو، بيا هم زما امان الله عمران نېكې هيلې ومنئ، لوى خداى وكړي چې تاسې ټول روغ او خوشاله وئ او هم په خير او نېكمرغۍ سره خپل ژوند پر مخ بيايئ، د موږ او اورېدونكي پروګرام وخت رارسېدلى او زه يې د وړاندې كولو لپاره بيا هم دا دى په سټوډيو كې يم، او اورېدو ته يې ستاسو هركلى كوم. نو هيله ده تر پايه راسره پاتې شئ. خپلو ليكونو ته به په انتظار وئ، خپلې خبرې رالنډوم او سمدلاسه پروګرام پيل كوم.

- لومړى د باختر كلب مشر سيد الرحمن بهير ليك را اخلم چې له هريپور څخه يې را استولى دى. د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو او اورېدونكيو ته يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ستاسې ليكونه او د پښتو هېندارې په ګډون مطبوعات را ورسېدل، ډېر پرې خوشاله شوو. خو زماليكونه نه خپرېږي دا ولې؟ دى پوښته كوي. بيا ليكي: سږ كال د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون پروګرام له دېرشمې كليزې سره برابر دى، كه په تېرو دېرشو كلونو كې دغه پروګرام عملي شوى نه وى، چين به هېڅكله هم دومره پرمختګ نه و كړى. بل د بېجينګ اولمپيك لوبې به هم په دغه كال كې ترسره شي، دا تر ټولو غټ وياړ دى چې د چين د خلكو په برخه شوى دى. فضا ته د شن جو په نامه اوومه شمېره انسان وړونکې فضايي بېړۍ توغول په رښتيا هم چې د چيني اولس د پرمختيا استازيتوب كوي. سيد الرحمن زياتوي: تر ټولو مهمه خبره د چين د نوي حكومت ده، هيله لرو چې دغه نوى حكومت زموږ له هېواد سره ښې اړيكې ولري، ځكه چين زموږ ګاونډى هېواد دى او بل د نړۍ له سترو ځواكونو څخه شمېرل كېږي. نوموړى د خپل ليك په پاى كې وايي: ستاسو مطبوعات بايد په خپل وخت موږ ته راورسېږي، د خپرونې وخت بايد زيات شي او د اورېدونكو نظريې بايد په پام كې ونيول شي.

- له كوهاټ څخه د اريانا پښتو ادبي تنظيم مشر او د افغان كلتوري بهير مشر سكرتر سيد وارث حنيفي ليك را استولى، د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: پروګرامونه مو تل اورو او هر وخت ترې ښه او په زړه پورې معلومات ترلاسه كوو. د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونه زموږ د ژوند يوه برخه شوې ده. بيا وايي: زه هيله لرم چې د چين نړيواله راډيو تل پښتنو او پښتو ژبې ته خپلو خدمتونو ته دوام وركړي. اورېدونكى سيد وارث حنيفي بيا وايي: خبرونه بايد تل په پسته او روانه ژبه ووايئ چې اورېدونكي پرې ښه پوه شي. بل د پروګرام په پاى كې چې كله خپرونه پاى ته رسېږي، يو ځل د مهمو خبرونو لنډيز يا د مهمو خپرونو سرټكي اورېدونيكو ته وړاندې كړئ، چې د خپرونې خوند به نور هم ورسره زيات شي.

- له پېښور څخه د سرحد پېشاوري لسنرز كلب غړى صمد خان په خپل ليك كې له سلام وروسته ليكي: دا زما لومړى ليك دى چې تاسو ته يې در استوم، هيله لرم چې راته خپور يې كړئ. ستاسو پته او معلومات زموږ د كلب مشر حافظ محمد بلال راكړل. اورېدونكى صمد خان زياتوي: ستاسې خپرونه او بېلابل پروګرامونه له ډېر وخت راهيسې اورم. پروګرامونه او خپرونه مو ډېر مينه وال لري. زه هم، دى وايي، ستاسې وفادار اورېدونكى يم، له چيني ژبې سره زما ډېره مينه ده، مهرباني وكړئ ما ته د چيني ژبې لوست كتاب، پاكټونه او د پښتو هېندارې نوې ګڼې راولېږئ.

- بيا هم له پېښور څخه د همدغه پېشاوري لسنرز كلب يو بل غړى عبد الله په خپل ليك كې له سلامونو او نېكو هيلو وروسته وايي: خبره دا ده چې زه ستاسو خپرونه او پروګرامونه ډېر په مينه سره اورم. هيله ده زما ليك راته خپور كړئ او د بېجينګ اولمپيك لوبو په اړه معلومات هرومرو راولېږئ. په پاى كې وايي: موږ ته د چين ښايسته رسالې او پاكټونه راډالۍ كړئ.

- دغه بل ليك را اخلم چې له مانسهرې څخه د خراسان كلب غړي قدرت الله ارماني را استولى دى. له سلامونو او نېكو هيلو ورسته يې د خپلو ملګريو هر يو: طارق الله همدرد، لطيف اله وفا، عپد الصبور صابري، نثار احمد احمدي، عبد المالك تقوا، عبد المنان حيدري، فضل واحد واحدي، اصيل محمد صديق او له افغانستان څخه راغلي مېلمه نور الهدا عاشق نومونه ليكلي او د دوى له خوا يې هم د سلامونو يادونه كړې ده. بيا وايي: زه ستاسو د خپرونې ټولو پروګرامونو سره مينه او علاقه لرم، په تېره بيا د موږ او اورېدونكي، د چيني ژبې لوست او ژوند په چين كې پروګرامونه ډېر يزات خوښېږي، او هر وخت يې اورو. خو بيا شكايت كوي او ليكي: دا هم تاسو ته وايم چې ستاسو خپرونه د شپې له خوا سمه نه اورېدل كېږي او سهار مهال موږ ديني زده كړه كوو نو له دې امله مو خپرونه نه شو اورېدلى، بايد كوشش وكړئ چې د شپې له خوا مو خپرونه سمه شي او اورېدونكي يې په ښه توګه واورېدى شي. اورېدونكى قدرت الله ارماني بيا له لومړۍ نه تر لسمې پورې د پښتو هېندارې بېلابېلې ګڼې غوښتې دي او وايي يوه داسې سي ډي راواستوئ چې د چين د ځنګلونو او ژويو انځورونه په كې وي. نوموړي بيا يوه ټوكه هم را استولې او وايي: يو ماشوم به ګولۍ نه خوړله،مور يې په كيله كې ګولۍ كېښوده او خپل زوى ته يې وويل: زويه واخله كېله وخوره. ماشوم كېله واخيسته، كله يې چې خوړله نو ګولۍ يې ترې لرې كړه. مور يې بيا ترې وپوښتل: زويه كېله دې وخوړله؟ ماشوم په ځواب كې ورته وويل: هو، كېله مې وخوړله او زړى مې ترې لرې كړ.

- د مانسهرې په حاجي اباد كې د اچړيانو نهم شمېره كمپ له ملايانو كلي څخه د حضرت سلطان كلب مشر قاري محراب الدين پريشان په خپل ليك كې د سي ار اى راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ستاسې راډيو ډېرې په زړه پورې خپرونې لري، هر وخت د حقيقت وينا كوي او پر حق سترګې نه پټوي. ما ستاسو له راډيو ډېر څه زده كړي دي او له ډېرو كلونو راهيسې ستاسو خپرونې په ډېره مينه او شوق سره اورم. دى بيا خپلې ستاينې ته دوام وركوي او وايي چې ستاسو راډيو په نړۍ كې سارى نه لري، او د اورېدونكيو زياتوالى مو د پروګرامونه پر غوره والي دلالت كوي.

- د صوبه سرحد له لكي مروت څخه د صمد لسنرز كلب مشر هارون الرشيد په خپل ليك كې لومړى سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه له ډېر پخوا راهيسې ستاسې اورېدونكى يم. زموږ كلب ۲۷ تنه غړي لري، موږ ټول ستاسو پروګرامونه اورو، ستاسو په خپرونه كې د خبرونو ويلو ډول ډېر خوښېږي. موږ هره ياشت دوه، درې مجلسونه كوو او پر پښتو پروګرامونو تبصرې كوو او پر دې سربېره تاسو ته ليكونه هم درلېږو. اوس مهال د اولمپيك لوبو په اړه ډېر ښه پروګرامونه خپرېږي، موږ هر وخت ستاسې د خپرونې بېلابېل پروګرامونه اورو چې زموږ كلب د غړيو په پوهه كې اضافه كوي، زموږ د كلب غړي ټول خوشاله دي.

- دغه بل ليك صوبه سرحد كوهاټ هاشمي كلب مشر رحمن الله هاشمي رالېږلى دى. له سلامونو او نېكو هيلو ورسته يې ليكلي: زه د پكتيا ولايت د څمكنيو ولسوالۍ د استر كلي اوسېدونكى يم. زه په ۱۹۸۹ كال كې په كوهاټ كې زېږېدلى يم. نوموړى بيا زياتوي: پنځه كاله كېږي چې ستاسو پروګرامونه په شوق سره اورم، زه ستاسو خپرونې ټولو كاروككونكيو ته د نوي كال مباركۍ وايم. اورېدونكى رحمن الله هاشمي د خپل ليك په پاى كې وايي: زه غواړم ماته د سي ار اى يوه مجله راواستوئ.

- درنو اورېدونكيو، ستاسې له خوا رارسېدلي ليكونه مو ولوستل، اوس به موسيقۍ ته نوبت وركړو، نو راځئ چې دا ځل د فرهاد دريا په غږ دغه سندره واورو.

- درنو اورېدونكيو د فرهاد دريا سندره مو واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته رسېږي، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ ما امان الله عمران ته اجازه راكړئ، په لوى څښتن مو سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.