د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د پوليسو يو موټر د جون د شپږمې نېټې په شپه په صوبه سرحد کې له يو بريد سره مخامخ شو چې له امله يې لږ تر لږه پنځه تنه ووژل او اووه تنه نور ټپيان شول. په وژل شويو کسانو کې دری پوليس او دوه تنه عام وګړي دي.
اوس پوليس د دغې پېښې په پلټنې بوخت دی او تر اوسه هېڅ سازمان د دغې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.