د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په سه چوان کې د زلزلې له امله رامنځته شوی تان جيا شان جهيل د ګواښ لری کولو د لارښوونې مرکز د خبر له مخې، د جون د اوومې نېټې په اوو بجو او اتو دقيقو د دغه جهيل اوبو مخه پرانيستل شول او په بهېدو يې پيل وکړ. اوس د دغه جهيل د اوبو بهېدل په ثابته توګه روان دی او د اوبو بند د امنيت په حال کی دی.
د اوبو بند د ويجاړېدو ګواښ په پام کې نيولو سره د دغه جهيل په لاندي برخه کې دوه سوه زره وګړي امنيتی ځايونو ته ليږدول شوي دي.
د چين لومړي وزير ون جيا باو د جون د شپږمې نېټې له غرمې وروسته د درېيم ځل لپاره له دغه جهيل څخه ليدنه وکړه.