د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جون د اتمې نېټې له غرمې وروسته، د چين د جوانګ قوم د ګوانګ شي خپلواکې سيمې په بای سه ښار کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د مشال ليږدولو فعاليت پای ته ورسېد.
بای سه ښار په ګوانګ شي کې د مشال ليږدولو وروستی ځای و. په دغه فعاليت کې دوه سوه او اته ليږدونکو ګډون وکړ.
سبا دوشنبه به د اولمپيک لوبو مشال د چين يون نان ولايت ته ورسيږي.